|
|
|||||||||||||||||||||
|
|
د ژوند نغمه نسیم ستوری
د ژونــــد نــغــمـه د فـــن ســــنـــدره شـــولـــه اوس د هـــر څـــه نـــه ، بـــې خـــــطـره شــــولــــه
چــې هــم ربــاب سـیــتـار مـنــګــی پــکــې وی دا د شــــپــلـــۍ ســــه مــخ پــــه بــــره شــــولــه
چـــې پـــه مـــیــن زړه کــې ئــې ځــای پــیــدا کــړ دا د نـــــــــفــــرت نــــــــه مـــــــــروره شـــــــــولــــــه
دا چـــــې ولـــــــــس پـــــــه ژبــــــــه وغــــږیـــــده دا د ولــــــــــس زړه نـــــــه خــــــبــره شـــــولــــــه
د پـــښـــتـــونــــوالــــی پــلــــــوشــــو ســــره هــــــم حــــجـــرو دیــــرو کــــې لــــرو بــــره شــــولـــه
اوس د نــسیــم پـــښــــتــون نــــظـــر خـــپــره وی دا پـــه هـــــــر ځـــــای کــــې مـــعــتــبــره شـــــولـــه
حــوال نسیم ستوری
د شــعر پــه ژبــه جـانــان راتــه داســتـان لـیـکـی د کــور او کـلـــی راتــه داسـی بــیــان لـیـکـی
کــلـــــی مــــو وران کــــډه پــــه ســـر ګـــــرځــــــو پـه خـــپـــل وطــــن کــــې در پــــه در ګـــــرځــــو د بـــــــل د لاســــــه مـــــــســــــافــــــر ګـــــرځـــــــــو د ظـلـم زور ، زیـاتــی حــوال هـم د ځـان لیـکـی د کــور او کـلـــی راتــه داسـی بــیــان لـیـکـی
بـــعـــضــی ځــــوانــــان دی وطــــــن خــــــرڅــــــوی پـــــه ذهــــن شـــــل دی خــپـل تــــن خـــــرڅــــوی د پــــلار نـــیـــکـــه اوس مـســـکــــن خــــرڅــــوی پخپل وطن کې اوسیـدل سخـت ګــذران لیکی د کــور او کـلـــی راتــه داسـی بــیــان لـیـکـی
اخــــتــر چــــې راشــــــی مــــیـــلــــــی نــــه لــــرو د مــــاشـــــومــــانـــــو جـــــــامـــــــی نــــــه لــــــــرو هــــم قـــــربـــــانــــۍ تـــــه پــیــــسی نـــــه لــــــرو دغـه قـیـصه د غـریـبـۍ پــدی شـــان لــیـکــی د کــور او کـلـــی راتــه داسـی بــیــان لـیـکـی
دا پــــښـــتــونــــخـــــــوا ده لــــمـــبـــو نــــیــــولــــی دی ځـــــان مــــرګـــــیــــو حمــــلــــو نــــیــــولـــــی د پــــــردو واک دی پـــــــــردو نـــــــیــــولـــــی ټولی خـبـرې مــا نـســیم تــه جـــانــان لیـکــی د کــور او کـلـــی راتــه داسـی بــیــان لـیـکـی
پـښــتـو
نسیم ستوری هـــــــــــــم د دادا هـــــــــــم د بــــــــــابـــــــــــا ســـــــره ده دغـــــــــه پــــښـــــــتـــو زمـــــــا او ســـــــــتـــا ســـــــره ده
پــــه تـــــول درنــــه ، ګــــړونـــه ډیـــــر دې پــــکـــې د نـــــــــنـــــــګـــــــه ډکـــــــه د مــــــــــانـــــــــــا ســـــــره ده
پې ئــــې د پــــــت ، ښـــــې ئــــې ښـــــیـــګـــړی جـــوړه تـــــــې ، ئـــــــې د تــــــــورې ، واو ، وفـــــــا ســـــــره ده
تـــــورې راغـــونــډ شـــول نـــن د نــــنـــګ پــــه ډګـــر پـــــــښـــــــتـــو د نــــــنـــــګ او د حـــــیــــــا ســـــــره ده
مـــیـــــــنـــه نــــــســـــــیــم ورســــــــره ډیــــــــــــره لــــــــری زمــــــا پــــــښـــتـو د پـــښــــــتـــونــــــخــــوا ســـــــره ده
د جـانـان لـټــون نسیم ستوری ورک رانــه جــــانـــان د غـــــره پـــه ســـر شـــــولــــــو څـــیـــــری مــــې ګــــریـــــوان رانــــه خــبــر شـــــولــــــو
اوښـــکـــو پـــښــتــــنـــو مـــې لــمـــــدو ګــــریــــــوان زر مــې پـــه ګــریــوان بـــانـــدی نــــظـــر شـــــولــــــو
زه لا د جــــــانـــــان پـــــــدی لـــــــټــــــون کــــــې وم خــوا کــې مــې جــانــان پــه خـــنــدا ســـر شـــولـــو
پــــورتـــــــه د، یــــــووالــــــی چــــــا نــــــــاره کـــــړلــــه ټـــول پـــښـــتـــون اولـــس بــــانـــدی اختر شــــولـــو
مـــیــــنـــه هـــــم نــســـــیـــم ځــــان ســــه « ۱ » راوړی وه ټـــــولـــــه مــیـــــنـــه مـــیــــنــه دا ســـحـــــر شـــــولــــــو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ۱ ) سره
د ژوندښکلا
د ژونـد ټـولـه ښـکلا ده هـر مـورچـل د پـښـتـونـخـوا کـونـړه ! راتـه ښــکارې تــاج مـحـل د پـښـتونـخوا
نـنــګـرهـار کـه کـنـدهـار دی خـړه خــاوره د خـیـبـر یــو پـاڼــه بــل ډنـډر دی ټـولـه ګل د پــښـتونـخـوا
د خــوســت او د لـغمان ښــايـسـتـونـه د جــنـــت دی یو ټیګ دی د ښايست او بل اوربل د پښتونخوا
د سوات ښایـست مـو اخـلـی ورانـوی هـم پېښور ځـان مـرګـي دی بـریـدونـه پـه ګـوګل د پښتونخوا
عـزت د پـلار نـیـکـه ، د شمـلـې نـه چــې زاریــږی راجمعه عـاشـقـان دې جـوړ محـفل د پـښتونـخـوا
نــغـمـه د ربــاب غــواړی د نسـیـم سـتـوري غـــزل نسیم ستوری به جوړ کړې اوس غزل د پښتونخوا
ډالــــۍ نسیم ستوری د نــــوی کــال ، وږمــــه جــــانـــــان تــــه ډالــــۍ دی ســـــــنـــدریـــــز دی ګــلـــســـــتــان تــــه ډالــــۍ
د پــیــــغــلـــــو هـیـــلـــــو لــــــوپــــټـــــو رنـــــګـــونـــــه د پــیــغــلــو جـــنــو ، ســــور پــیـــزوان تـــه ډالـــۍ
تــل چـــې د نـــنـــــګ پــه ډګــر ټــیــنــګ ولاړ وی شـــربــــت د شــــونـــډو، هــــغــه ځــــوان تـــه ډالـــۍ
چـــې شــــی راټــــول، تــارونـــه ټـــول د ګــــریـــــوان بـیــا خـــوشــحــالــی بــه کــړم ګــریــوان تـــه ډالـــۍ
ارمـــان ارمــــان ، چـــې د ارمــــان پـــوره شـــی ډیـــــوه پــــه لاس بـــــه کـــــړم ارمـــــان تــــه ډالــــۍ
تــرنــګ د ربــاب ، سیـتـــار ســه مـــل شــمــه زه مـــســتـــه نــغــمــه شــم نســیـــم خـــان تــــه ډالـــــۍ
|
||||||||||||||||||||