|
|
|||||||||||||||||||||
|
|
هم ظالم او هم مظلوم لیکوال : انجنیر ارشد نور arshadnoor@gmail.com د 9/11 له پېښې وروسته کله، چې افغانستان ته د شمال ټلوالې سره یو ځاى ميلمانه راغلل، نو دې ميلمنو د افغانستان سره مرستې پيل کړې . د بیا رغونې ،بشري حقوقو، ملي دفاع، او په نورو برخو کښې يې کارکولو ته راودانگل ، چې د وخت په تېرېدو يې مرستې هر اړخيزې شوې او حتا دا مرستې میلیاردونو ډالرو ته ورسیدی، خو نه د بیا رغونې په برخه کښې کوم د پام وړ کار وشو او نه بشري حقوق خوندي شول. دا ولې؟ دا داسې، چې زمونږ په وزارتونو او ریاستونو کښې ښاماران ناست دي او د دې ښامارانو گېډی دومره لويې دي، چې له کلونو، کلونو راهيسې په خوراک اخته دي، خو بیا هم نه مړیږي او نه ستړي کیږي ، په لکونو او ميلياردونو ډالر يې وخوړل، خو نه يې څوک د پوښتنې شته او نه يې څوک پوښتنه کوي . ملي شتمنۍ يې وپلورلې او پلوري يې، پنځوس کلن ښکلي ښارونه يې له خلکو ډک واړول، د ملت بچیان یی شهیدان کړل، کونډې او یتیمان يې خیر ټولولو ته مجبور کړل او په تشو کنډوالو کښې يې کښېنول . همدغو ظالمانو ته، چې د افغانستان او په ځانگړي توگه د کابل په ورانولو کښې يې د زړه له کومې ونډه اخستې وه، په ډالۍ کښې د دولت بنسټيز وزارتونه وسپارل شول او ځینې خو په کښې دومره تکړه شول، چې هم په دولت کښی دي او هم د دولت مخالفین دي. لکه ((متحده جبهه يا ملي جبهه)) او دوستان يې ، چې هم دې خوا خوري او هم هغه خوا داړي . ویل کیږي، چې تر اوسه ۱۳ ميليارده ډالره مرسته له افغانستان سره شوې ده، که دا ډالر مونږ افغانیو ته راواړوو، نو د حساب ماشین به پرې کار پریږدي. پدې پیسو د یو هېواد پراختيايي وده له صفره سلو ته رسيږي، خو زمونږ هېوادنۍ وده تر سلو څه، چې تر دې دمه لس فیصدو ته هم نده رسیدلې . ما د یوه وزیر صاحب مرکه کتله هغه ويلي: دا هېواد یو داسې گيلاس ته ورته دی، چې نیمې په کښې اوبه او نیم تش وي . ځکه نو دا گيلاس چا ته نیم ډک او چا ته نیم تش ښکاري. بیا يې زیاته کړه چې زمونږ هېوادوالو ته دا هېواد هر وخت د نیم تش گيلاس په شان ښکاري. دا خبره دیو داسې پلورنځي لرونکى کوي، چې هغه د ډک گيلاس پیسې تر لاسه کړي، خو نیم تش يې پلورلى دى . يعنې دوی، خو له نړیوالې ورورولۍ دومره پیسې لاسته راوړي، چې پر هغو زمونږ هېواد له گاونډیانو سره سیال کیدای شو، خو تر اوسه یی هیڅ هم ندي کړي. اوس هم زمونږ د هېواد بچیان د ونو د سیورې لاندې درسونه وايي. اوس هم زرگونه ځوانان د پوهنتونو د نشتوالي له کبله له علم او زده کړې څخه بې برخې پاتې کیږي. اوس هم زمونږ په هېوادکښې لکه جاهلي پېړی ته ورته حتا خپل بچیان دیو څو پیسو د لاسته راوړلو په خاطر پلوري . اوس هم زمونږ کونډې او یتیمان خیر غواړي. اوس هم زمونږ په هېواد کښې د سر پنا د نشتوالي له کبله هېوادوال له سړو(يخنۍ) څخه مري. اوس هم د لومړنيو روغتيايي اسانياوو د نشتوالي له کبله زمونږ هېوادوال ژوند له لاسه ورکوي. اوس موهم هېوادوال اليکين او ډیوې ته کښېني . . . خو کله، چې دا ټول مسوولینو ته وویل شي؛ نو د هغوى ځواب صرف دا وی، چې دا ټول زمونږ د مخالفینو پروپاگندونه دي او سمدلاسه وايي، چې مونږ په هرات ، بدخشان او ننگرهارکښې ډېر کارونه کړي. په هرات او بدخشان کښې، خو يې رښتیا هم کړي؛ ځکه، چې په وزارتونو کښې ددې سيمو کسان زیات وه او دي، خو په ننگرهار کښې يې هیڅ هم ندي کړي. دوی دا یو سپین دروغ وايي. په ننگرهار کښې، چې څومره کارونه شوي، هغه ټول د ننگرهار د سوداگرو وروڼو په مرسته شوي او که ننگرهاریان دوی ته ناست وای ، نو دبریښنا لیدو لپاره يې هم بايد ۱۵ کاله انتظار کړی وای ؛ خو هغوى د ډاړمارانو لاسونو ته کښېنناستل او پخپله يې د خپلو وروڼو سره مرستې وکړې .
اوس به راشو دی ته ،چې څه شى له هېواده بهرنيوهېوادونو ته وځې او هغه بېرته هېواد ته څنگه راځي ؟ زمونږ له هېواد نه پسته ایران او تاجکستان ته ځي او هلته پرې لیمو او مالگه وهل کیږي او بیا بېرته پر افغانانو په سل چنده لوړې بيعې پلورل کیږي . زمونږ قالینې پاکستان او ځينو نورو هېوادو ته ځي او هلته پرې د هغه ځاى لیبل وهل کیږي او بیا په ټوله نړۍ کښې په ډېره لوړه بيعه پلورل کیږي. زمونږ لرگي (چاتراش)تاجکستان، هندوستان او ځينو اروپايي هېوادو ته ځي او بیا د فرنیچرو په بڼه پر افغانانو پلورل کیږي. زمونږ د مرمر او نورې ډبرې چین ، ایران او نورو هېوادو ته ځي او بیا هلته جوړیږي او بېرته پر افغانانو پلورل کیږي او داسې ډېر نور توکي دي ، چې له هېواده بهر ته ځي او هلته پرې ډېر لږ او اسان کار کیږي او بیا بېرته زمونږ پر هېوادوالو گران پلورل کیږي . د دی ټولو لامل يوازې دا دی، چې زمونږ بېلابېلو جبهو، ټگو مشرانو او ډبو وزیرانو دا ملت او دا خاوره دومره سپکه کړې، چې که په دې نوم کوم شى جوړ شي؛لومړى يې د دې هېواد اوسیدونکي نه اخلي او نه يې خوښوي او بیا يې په ټوله نړۍ کښې د خرڅلاو بازار نه موندل کيږي . زه نه پوهیږم، چې دا خلک ولې ويده دي، ولې يې ملي ولوله مړه شوې ، ولې يې غلامي منلې او ولې خپل حق نه غواړي . آیا دوی د یو څو کسانو له ویرې څه نه وايي او که نه پر همدې ژوند خوشحاله دي او یا د دې ژوند سره اشنا شوي دي . بس دی نور راپاڅئ ظالمان له مرۍ راونيسئ، خپل حق ترې په زور واخلئ؛ خپل مشران په رښتينې توگه افغانان وټاکئ، نه د روسيې او ایران ياران .
پېړۍ واوښتې خــــو خلک لا بیده دي په درنښت
|
||||||||||||||||||||