پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ويديويي سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

 

 

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه

اسلامي وحدت

( د قرآن، حديث او اسلامي تاريخ په رڼا کښې )

( د وړومبۍ خور له ١٢ نه تر ١٧ پورې د وحدت اونۍ په مناسبت )

 

ليک: انور شاهين خانخېل

 

برېښناليک: shaheenkhankhel@yahoo.com

 

اسلام د مينې، سولې، ورورولۍ، اتحاد او اتفاق دين دے او هيڅ کله د انسانانو ترمېنځ نااتفاقي، ګډوډي او جنګ جګړې نه خوښوي او د دې خبرې غټ دليل دا دے چې د خداے ګران رسول (ص) په خپل مبارک ژوند کښې هيڅکله په يو قوم او يوه عقيده لرونکو ملتونو باندې يرغل نه دے کړے او د جنګ پېل يې نه دے کړے او که جنګونه هم شوي دي نو ټول جنګونه يې د مخالفو د حملو په مقابل کښې له خپل ځان څخه د دفاع په لړ کښې کړي دي. اسلام ان تردې چې د نورو اسماني دينونو پېروکارو سره هم په مشترکاتو باندې د اتحاد او اتفاق خبره کوي او هغوي ته په مشترکه کليمه باندې له مسلمانانو سره د اتفاق کولو بلنه ورکوي لکه چې د سوره آل عمران په ٦٤ ايت مبارک کښې فرمائي:

قُلْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْاْ إِلَى كَلَمَةٍ سَوَاء بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلاَّ نَعْبُدَ إِلاَّ اللّهَ وَلاَ نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَلاَ يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضاً أَرْبَابًا مِّن دُونِ اللّهِ

(( اے پېغمبره! ووايه چې اے د کتاب خاوندانو راشئ چې زمونږ او ستاسو ترمېنځ په دې ګډه کليمه اتفاق وکړو چې له خداے پاک نه علاوه د بل چا عبادت ونکړو او په خپلو کښې يو بل ته د خدائۍ درجه ورنکړو. ))

     نو د دې مبارک ايت په رڼا کښې چې هر کله اسلام له نورو اهل کتابو سره په ګډه کليمه د اتفاق کولو بلونکے دين دے نو خپله د مسلمانانو ترمنېځ خو هيڅکله د تفرقې او جنګ جګړو قائل نه دے او مسلمانان او مومنان خپلو کښې وروڼه او د يو بدن اندامونه ګڼي

     له دې نه انکار نه شي کېدې چې د تاريخ په اوږدو کښې په مسلمانانو کښې ډول ډول فکري او فقهي مکتبونه جوړ شوي دي او هر مکتب ځانته په اسلامي تعليماتو باندې د عمل کولو لپاره يو تګ لاره لري خو پکار نه دي چې دغه فروعي او فقهي او مکتبي اختلافات د جنګ جګړو سبب وګرځي ځکه چې په ټولو اسلامي مسلکونو او مذهبونو کښې په بنيادي اصولو باندې هيڅ اختلاف نشته لکه د اسلام ټولې فرقې خداے پاک (ج) وحده لا شريک مني، په يو لک څلوريشت زره انبياو عليهم السلام باندې چې اخيري او افضل ترين پېغمبر يې د خداے ګران رسول حضرت محمد مصطفي (ص) دے ايمان لري. همدا قران مجيد چې د خلکو په لاسو کښې دے ټول پرې ايمان لري، ټول يوې کعبې ته په ورځ او شپه کښې پنځۀ ځل فرض نمونځ کوي. ټول له مرګ نه پس په ژوندي کېدو، حساب کتاب، ميزان، جنت او دوزخ او حتي په روژه، حج، زکات او جهاد باندې يقين لري او عاملان دي پرې يعنې د مسلمانو فرقو ترمېنځ مشترکات ډېر زيات دي او اختلافي مسائل يې ډېر کم دي.

      د اسلام او مسلمانانو دښمنانو تل د اسلامي فرقو ترمېنځ له فروعي اختلافاتو نه په استفادې سره هغو ته لمن وهلې او مسلمانان يې په خپلو کښې جنګولي او لګيا دي جنګوي يې او له بده مرغه ځينې اورپکي مسلمان مليان هم د اسلام د دښمنانو په دغو فريب کاريو کښې راګېر شوي او د مسلمانانو ترمېنځ يې اختلافات نور هم زيات کړي دي خو له نېکمرغه داسې عالمان هم شته چې تل يې د اسلام دښمنه عناصرو د دسيسو د ناکامولو لپاره د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق لپاره هلې ځلې کړي دي لکه سيد جمال الدين افغاني، ډاکټر علامه اقبال، محمدعبده، شېخ شلتوت، امام خمېني او په اوس دور کښې د ايران د اسلامي انقلاب رهبر ايت الله العظمي خامنه اي پکښې لکه د نمر ځليږي او نن سبا چې نړيو ال استکباري قوتونه چې په سر کښې يې امريکه ده  چې د مسلمانانو ترمېنځ د اختلافاتو زياتولو او جنګ جګړو پېدا کولو لپاره يې هلې ځلې زياتې کړي دي نو په مقابل کښې د ايران د اسلامي انقلاب محترم رهبر ايت الله العظمي خامنه اي او د ايران د اسلامي جمهوريت نورو چارواکو هم د اسلام د دښمنانو د دسيسو د ناکامولو او د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق لپاره خپل کوششونه کړي او لا يې ګړندي کړي دي لکه  د سني وروڼو د تاريخي اسنادو مطابق د خداے د ګران رسول (ص) د ولادت تاريخ د وړومبۍ خور ( ربيع الاول ) ١٢ نېټه ده او د شيعه وروڼو د تاريخ اسنادو مطابق دغه نېټه د همدغې مياشتې ١٧ نېټه ده نو د ايران د اسلامي انقلاب له ابتدا نه د دغه انقلاب مشرانو د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد، يووالي او غږملتيا د برقرار ساتلو او د ترمېنځه فاصلو د کمولو په خاطر له د وړومبۍ خور د مياشتې له ١٢ تر ١٧ نېټې پورې د وحدت هفته اعلان کړه او له هم هغو وختونو نه هر کال په ټوله نړۍ کښې مسلمانان دغه اونۍ د خداے پاک د ګران رسول (ص) د ولادت جشن نمانځې او په ګډه سره مختلف پروګرامونه برابروي له دې نه علاوه د ايران د اسلامي جمهوريت ځينو سترو سترو عالمانو په نړيواله سطح د (( تقريب مذاهب اسلامي )) يعنې د اسلامي مذهبونو د نزديکت په نوم يو ټولنه جوړه کړې ده چې په هغې کښې د دنيا د تقريباً د ټولو مذهبونو او فرقو ستر ستر ديني عالمان او پوهان شامل دي او وخت په وخت د مسلمانانو مذهبونو د نزديکت په خاطر تحقيقات او هلې ځلې کوي همدا رنګ  د اسلامي انقلاب رهبر ايت الله العظمي خامنه اي د ١٣٨٦ هجري نمريز کال  د ملي اتحاد او اسلامي انسجام کال ونوموۀ . که څه هم په دغه کال کښې په دې لړ کښې په ايران او د نړۍ په نورو سيمو کښې مختلفې غونډې، سيمينارونه، مذاکرې او رنګ رنګ پروګرامونه وشول او د مسلمانانو په خاصه توګه د شيعه سني مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد او اتفاق لپاره بې کچه هلې ځلې وشوې نو ما بنده هم په دې نيت چې د مسلمانانو د اتحاد او يووالي دا کوششونه فقط له دغو څو ورځو او  دغه يو کال پورې محدود نۀ دي بلکې  په راتلونکو ورځو او کلونو کښې هم دوام پېدا کړي دا ليکنه وکړه او د خپلو پښتنو ورړوڼو خوېندو په خدمت کښې يې وړاندې کوم هيله ده چې له غلطيانو او اشتباهاتو نه به مې تېر شي او په بې پلوي توب  او له تعصب نه په پاک زړۀ سره يې ولولي يعنې له يو ملت يا يو مسلک سره خا مخا تعصب مونږ له اصل اسلامي مقصد نه لرې نه کړي.

د نړۍ د مسلمانانو د يووالي او وحدت د مقصد لپاره اول پکار دي چې بنيادونه او هدفونه يې  د قران مجيد،  نبوي (ص) حديثونو او اسلامي تاريخ  په رڼا کښې ولټوو.

په قران مجيد کښې د مسلمانانو د وحدت په لازموالي باندې ډېر ايتونه راغلي دي او مسلمانان يې اتحاد او پېوستون ته رابللي دي. نو غواړم چې دلته د وحدت ځينو اصولو ته اشاره وکړم:

  قران مجيد د سورۀ آل عمران په ١٠٣ ايت مبارک کښې فرمائي:

وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ وَاذْكُرُواْ نِعْمَةَ اللّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَاء فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا

 (( او ټول د خداے پاک په رسۍ باندې منګولې ښخې کړئ او په تفرقه کښې مۀ پريوزئ او د خداے (ستر) نعمت راياد کړئ چې تاسو څه رنګ د يو بل دښمنان وئ او هغۀ ستاسو په زړونو کښې مينه پېدا کړه او د هغۀ د نعمت په برکت وروڼه وروڼه شوئ ))

يعنې په دې مبارک ايت کښې يې مسلمانانو ته غږ کړے دے چې په خداے پاک باندې د ايمان رسۍ باندې ټول منګولې ښخې کړئ او په خپلو کښې  تفرقه او بې اتفاقي مه راولئ يعنې له بې اتفاقۍ او تقرقې نه يې مسلمانان منعې کړي دي.

 او د سورۀ حجرات په  په ١٠ مبارک ايت کښې خداے پاک فرمائي:

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ (( بې له شکه چې مومنان په خپلو کښې وروڼه دي نو د خپلووروڼو ترمېنځ اصلاح وکړئ ))

يعنې د دې مبارک ايت په يوه برخه کښې يې په ډېره واضحه توګه مومنانو ته وروڼه فرمايلي دي. اوس لکه چې څنګه سکه وروڼه په خپلو کښې مينه لري او د يو بل په درد درديږي او خوشحاليو يې خوشحاليږي نو دغه شان مومنانو ته هم پکار دي پکار دي چې د يو بل په درد ودرديږي او په خوشحاليو يې خوشحال شي. او د ايت په دويمه برخه کښې يې د مومنانو وروڼو ترمېنځ د اصلاح حکم فرمايلے دے يعنې لکه څنګه چې د وروڼو ترمېنځ اختلافات امکان لري نو د دغه شان د مومنانو ترمېنځ هم د اختلافاتو وجود امکان لري خو پکار دي چې د هغوي ترمېنځ اصلاح وشي. همدا رنګ د وروڼو ترمېنځ دا خبره هم وي چې که په خپلو کښې څه اختلاف او لاندې باندې لري خو که يو پردې کس په يو ورور باندې تېرے کوي يا ورته نقصان رسول غواړي نو د اختلافاتو باوجود ورسره نور وروڼه اودريږي او خفه کيږي پرې نو بس مومنانو ته هم لکه د وروڼو په شان په خپلو کښې چلند پکار دے.

      او د سورۀ انفال په ٤٦ مبارک ايت کښې خداے پاک په خپلو مېنځ کښې د مسلمانانو د تنازعو او جنګ جګړو نتاېجو او نقصاناتو ته اشاره کوي او فرمائي:

وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ

(( او د خداے او رسول (ص) اطاعت وکړئ او تنازعه او جګړې مۀ کوئ چې سست او کمزوري به شئ او ستاسو شوکت او دبدبه له مېنځه لاړه شي او استقامت او صبر وکړئ چې خداے له صبر او  استقامت کوونکو سره دے ))

     او همدا رنګ د سورۀ انفال په ٦٢ او ٦٣ ايتونو کښې فرمائي:

هُوَ الَّذِيَ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنفَقْتَ مَا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً مَّا أَلَّفَتْ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَـكِنَّ اللّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ إِنَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

(( او هغه، هغه ذات دے چې تۀ يې په خپلې او د مومنانو په مرستې سره تقويت کړې او د هغوي په زړونو کښې يې مينه او الفت پېدا کړ نو هغه هر څه چې د زمکې په سر دي که خرچ کړي دې وې چې د دوي په زړونو کښې مينه او الفت واچوې نو نه به دې کړې شوي وو خو خداے د هغوي په منځ کښې مينه او الفت پېدا کړ او هغه توانمن او حکمت والا دے.))

     څرګنده خبره ده چې دا د زړونو تاليف، د ايماندارو نزدېکت او د هغوي ترمنېځ اتحاد او يووالے د ايمان، خداے پاک ته د توجه او مکتبي ارتباط په خاطر امکان لري ګنې همدغه انسانان له بعثت نه مخکښې د يو بل وينې څښتونکي دښمنان وو او له يو بل نه د لرې والي په وجه يې له يو بل سره سختې کينې، دښمنۍ او اوږدۀ اوږدۀ جنګونه لرل او د يو بل وينې به يې تويولې.

     د وحدت او يووالي يو بل اصل د انساني ارزښتونو خيال ساتنه ده. په بله معنا يو بل عامل چې په عملي توګه د مومنانو، مسلمانانو، د مذهبونو او حتي په نړيواله سطح د انساني ټولنو وحدت رامنځته کولې شي په انساني ارزښتونو باندې عمل او انساني فضائل دي. که په هر ځاے کښې عدالت، تقوا، مينه، مرسته، قرباني، حرمت او يو زړۀ توب رائج شي نو اختلافات، دښمنۍ، او جنګ جګړې په کلي توګه له منځه ځي او يا به ډېرې لږې پاتې شي او که ظلم، د يو بل په حريم تيري، بې انصافي، بې تقوائي او د يو بل لوټل وغېره واکمن وي نو يقيناً چې جنګ جګړې او اختلافات به هم ډېر زيات وي. لکه خداے پاک په قران مجيد کښې د انفال سورت په ١ ايت مبارک کښې فرمائي:

يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأَنفَالِ قُلِ الأَنفَالُ لِلّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ

   (( له تا څخه د انفال په باره کښې پوښتنه کوي نو ورته ووايه انفال له خداے او پېغمبر سره مخصوص دے نو بس د خداے له نافرمانۍ څخه ډډه وکړئ او د هغو وروڼو ترمنځ چې په خپلو کښې اختلاف لري دوستي جوړه کړئ او دخداے او پېغمبر اطاعت وکړئ که ايمان لرئ.))

    

په دې مبارک ايت کښې د تقوا له حکم نه پس چې يو انساني صفت دے د اصلاح، روغې جوړې او د اختلافاتو د اواري حکم شوے دے. نو له دې نه معلوميږي چې که انساني فضائل نه وي روغه جوړه، يووالے او وحدت څه معنا نه لري.

په قران مجيد کښې د سورۀ حشر په ١٠ مبارک ايت کښې د د ايمان د خاوندانو دعا داسې بيا ن  شوے ده:

وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِّلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَّحِيمٌ

 (( او زمونږ په زړونوکښې له مومنانو سره کينه او حسد پېدا مۀ کړې، اے پروردګاره! تۀ مهربان او رحيم يې ))

مومنان دلته له خداے پاک نه دعا غواړي چې د هغوي له زړونو نه د خپلو مومنانو وروڼو اړه کينه او حسد لرې کړې چې دا چاره په ټوله اسلامي ټولنه باندې د محبت ، مينې او خلوص د واکمنۍ ښودنه کوي چې د هغو له امله يې په خپلو کښې وحدت او يو والے رامنځته شي. او داسې نور ډېر مبارک ايتونه.

     دلته بايد دا خبره واضحه کړم چې له وحدت نه مراد يو مذهب جوړول او نور مذهبونه ختمول نه دي او داسې نه ده چې اشعري دې معتزله شي، سني دې شيعه شي او حنفي دې شافعي شي، حنبلي دې مالکي شي ديوبندي دې برېلوي شي او اهل حديث دې اهل طريقت شي او يا د دې په اپوټه. ځکه چې دا چاره نه يواځې دا چې ګرانه ده بلکې يوه ناممکنه چاره ده  او دا چاره پکار دي په انفرادي توګه هر کس خپله کړي او په تحقيق او څېړنې سره د ځان لپاره يوه لاره غوره کړي بلکې هدف د اسلام د سختو او ازلي دښمنانو په وړاندې  په مشترکاتو باندې په تکيې سره د مختلفو مذهبونو خاوندان له يو بل سره نزدې کول دي او ټول مسلمانان په يو صف کښې اودرول دي.

     کېدې شي د ځينو په ذهنونو کښې دا خبره راشي چې د شيعه او سني او يا د نور فرقو ترمېنځ د اختلافي مسائلو په وړاندې کولو سره د مسلمانانو ترمېنځ د وحدت له بهير سره اختلاف ولري او يا د ځينو د خاطر د خفه کېدو او يا د تفرقې سبب وګرځي. نو دلته به د وحدت مفهوم او د هغۀ عواملو ته  يوه لنډه غوندې اشاره وکړم.

     په دې کښې شک نشته چې د ولسونو او ملتونو د ودې او ترقۍ يو عامل او د هغوي د کاميابۍ راز پېوستون او يووالے ؤ او دے، هم هغه ډول چې د اوبو د څاڅکو په يو ځاے کېدو سره د اوبو يو ستر ډنډ او بند جوړيږي او د وړو وړو ويالو په يو ځاے کېدو سره يو لوے نهر او سېند په وجود کښې راځي نو بس د انسانانو په اتحاد او يووالي سره هم ستر ستر صفونه جوړيږي چې په کتلو ورته دښمن په ويره او وارخطائۍ کښې راځي او د هغۀ له ذهن نه د تل لپاره د تيري او تسلط نشه وځي د سورۀ انفال په ٦٠ مبارک ايت کښې فرمائي:

 تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ

 قرآن مجېد نه يواځې اسلامي ولسونه د وحدت او يو والي او د خداے پاک په رسۍ باندې د منګولو ښخولوپه لور رابلي او له هر ډول تفرقې او بې اتفاقۍ څخه منعې کوي:

(( وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ ))

بلکې اختلافات، تيت پرت توب او له يو بل سره دښمني له عذابونو څخه يو عذاب ګڼي.او د سورۀ انعام په ٦٥ مبارک ايت کښې فرمائي:

قُلْ هُوَ الْقَادِرُ عَلَى أَن يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عَذَابًا مِّن فَوْقِكُمْ أَوْ مِن تَحْتِ أَرْجُلِكُمْ أَوْ يَلْبِسَكُمْ شِيَعاً وَيُذِيقَ بَعْضَكُم بَأْسَ بَعْضٍ

 (( ووايه چې هغه د دې توان لري چې ستاسو په سرونو او يا ستاسو تر پښو لاندې په تاسو باندې عذاب نازل کړي يا تاسو ډلې ډلې کړي ( په تفرقه کښې مو واچوي ) او ستاسو د ځينو عذاب په ځينو نورو وڅکي ))

      د مسلمانانو د وحدت، يووالي او ورورولۍ په حقله د قرآن مجيد د ايتونو په تائيد کښې ګڼ شمېر حديثونه هم وجود لري چې دا پته ترې لګيږي چې د خداے ګران رسول (ص) د مسلمانانو د يووالي او وحدت لپاره څومره اندېښمن ؤ

د خداے ګران رسول (ص) فرمائي:

 مثل المؤمنين في توادّهم وتعاطفهم وتراحمهم بمنزلة الجسد إذا اشتكى منه شي تداعى له سائر الجسد بالسهر والحمّى (مسند احمد بن حنبل ٤ ټوک ٢٧٠ مخ ) (( د نړۍ ټول مسلمانان د يو بل اندامونه دي او دوي ټول په مثال د يو بدن دي چې که په هغو کښې يو اندام ودرديږي نو نور ټول اندامونه به هم متاثره کيږي ))

     سيوطي او نور کتابونو راوړي دي چې يو کس چې شاس بن قېس نومېدو چې د جاهليت په زمانه کښې ستر شوے ؤ له مسلمانانو سره يې په سينه کښې د حسد او کينې اور بلېدۀ يو يهودي ځوان يې ولمسوۀ چې د مسلمانانو د دوو لويو لويو قبيلو اوس او خزرج ترمېنځ اختلافات پېدا کړي. دغه ځوان يهودي راغے او دواړو قبيلو ترمېنځ يې د جاهليت د وختونو هغه جنګونه راياد کړل او د هغوي ترمېنځ يې د فتنې اور بل کړ ان تر دې چې د دواړو قبيلو مسلمانانو د يو بل په خلاف تورې راووېستې او د جنګ لپاره يې صفونه جوړ کړل. خو کله چې د خداے ګران رسول (ص) له دې قضيې نه خبر شو نو له ځان  سره يې يو شمېر انصار او مهاجر واخېستل او د جنګ ځاے ته يې تشريف يوړۀ او وې فرمايل: يا معشر المسلمين اللّه اللّه، أبدعوى الجاهليّة وأنا بين أظهركم؟ بعد إذ هداكم اللّه إلى الإسلام وأكرمكم به، وقطع به عنكم أمر الجاهلية، واستنقذكم به من الكفر، وألّف به بينكم، ترجعون إلى ما كنتم عليه كفّار (( اے مسلمانانو ايا خداے مو هېر کړے دےاو د جاهليت د وخت شعارونه وائئ سره له دې چې زۀ ستاسو ترمېنځ موجود يم. له دې نه پس چې خداے پاک تاسو د اسلام د نور په لور هدايت کړئ او تاسو ته يې ارزښت درکړ او د جاهليت د وختو فتنې يې له جرړو نه ووېستې او له کفر نه يې خلاص کړئ او ستاسو ترمېنځ يې مينه او ورورولي جوړه کړه تاسو بيا غواړئ چې د کفر په لور ستانۀ شئ.))

      هغوي د رسول اکرم (ص) د وېنا په اثر متوجه شول چې دا فتنه يوه شېطاني دسيسه ده نو بس په خپل کار باندې پښېمانه شول او وسلې يې په زمکه کېښودې او په داسې حال کښې چې سترګې يې له اوښکو نه ډکې وې يو بل ته ورغاړه وتل او يو بل يې ښکل کړل او د رسول اکرم (ص) په ملګرتيا خپلو خپلو کورونو ته ستانۀ شول.

 (الدرالمنثور ٢ ټوک ٥٧ مخ، جامع البيان، ٤ ټوک ٣٢ مخ، فتح القدير ١ ټوک ٣٦٨ مخ، الالوسي ٤ ټوک ١٤ مخ ، اسد الغابه ١ ټوک ١٤٩ مخ، السيره النويه ٢ ټوک ٣٨٧ مخ ) او داسې نور ډېر مبارک حديثونه دي چې د مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد، اتفاق، مينې  او ورورولۍ درس ورکوي.

     دلته به خا مخا د لوستونکو په ذهن کښې دا پوښتنه پېدا شي چې ايا د خداے د ګران رسول (ص) ، د هغوي پاکو اهلبېتو (ع) او وفادارو صحابه کرامو (رض)  په عملي توګه هم د مسلمانانو د يو والي او اتحاد لپاره کار کړے دے؟ نو عرض به وکړم چې وړومبے به په دې حقله د خداے د ګران رسول (ص) کردار ته يوه لنډه کتنه وکړو. دا يو منل شوے حقيقت دے چې په هر دور کښې ښه او بد خلق موجود وي او بيا په ښو خلقو کښې هم د هر چا خپل خپل مقام دے يعنې له يو فېصد نه واخلې تر سل فېصده پورې مختلف فېصدي لرونکي ښه خلق موجود وي او همدا رنګ د دې په اپوټه بد خلق هم ځانته خپل خپل مقام لري او هماغه ډول له يو فېصد نه واخلې تر سل فيصده پورې بدي لرونکي خلق په هره ټولنه کښې موجود وي چې د خداے د ګران رسول (ص) دور هم له دې نه مستثني نه دے او په هغه دور کښې هم په همدغه مقدار سره ښه او بد خلق موجود وو او مونږ ټول په يوه تله کښې نه شو اچولې لکه مونږ په تاريخ کښې لولو چې د رسول اکرم (ص) په دور کښې يا له هغوي نه پس په ډېرو مسلمانانو باندې  د جرمونو په سزا کښې حدونه ختلي دي، ځينې متقيان وو، ځينې عالمان وو ځينې جاهلان وو، ځينو به د رسول اکرم (ص) هر حکم منلو ځينو به يې په ځينو کارونو اعتراضونه کول يعنې مونږ په هيڅ يو دور کښې ټول مسلمانان برابر نه شو ګڼلې او حتي چې د خداے د ګران رسول (ص) په دور کښې منافقان هم ډېر زيات وو او ډېر داسې کسان وو چې په ظاهره به يې د ايمان او مسلمانۍ دعوا کوله خو په مېنځ کښې به منافقان وو لکه په قرآن مجيد کښې خداے پاک  په يو ځاے کښې په دې حقله فرمائي:

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَقُولُ آمَنَّا بِاللّهِ وَبِالْيَوْمِ الآخِرِ وَمَا هُم بِمُؤْمِنِينَ (سورۀ بقره ٨ ايت)

(( او له خلقو څخه داسې کسان دي چې وائي مونږ ايمان راوړے دے په خداے باندې او د قيامت په ورځ باندې خو دوي هډو ايمان نه دے راوړے ))

او په قران مجيد کښې خو ځاے په ځاے اکثر کسان بې ايمانه ښودل شوي دي لکه په قران مجيد کښې په ډېرو ځايونو کښې د دا ډول جملې مخې ته راځي چې فرمائي:

 ((بَلْ أَكْثَرُهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ )) (( يعنې اکثر بې ايمانه دي )) يا ((فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً )) ( يعنې ډېرو کمو خلقو ايمان راوړے دے ))  يا ((وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ )) ( يعنې اکثرو خلقو ايمان نه دے راوړے ) ((وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ)) ( يعنې اکثريت مومنان نۀ وو )  او دغسې نور ډېر مبارک ايتونه.مطلب دا چې په هر دور کښې مومنان کسان کم وي او بې ايمانه زيات وي دا روش له ازل نه راروان دے او روان به وي ځکه ځې قرآن مجيد هيڅ يو ځاے کښې د اکثريت ستائېنه او تعريف نۀ دے کړے بلکې غندنه او مذمت يې کړے او اکثريت يې بې ايمانه، جاهل او درغل ښودلي دي.

نو مونږ اوس د قران مجيد د دې دلائلو په رڼا کښې وېلې شو چې د خداے پاک د ګران رسول (ص) په زمانه کښې هغه کسان چې په خوله يې ځانونه مسلمانان معرفي کول او د اسلام ظاهري عبادتونو او د ايمان په اظهار کښې له هر چا نه وړاندې وړاندې وو خو پټ په زړونو کښې يې منافقت ؤ او د پټو زړونو مالک يو خداے دے نو منافقان اکثر خداے پاک ته معلوم وو او حتي خپل ګران پېغمبر (ص) ته يې هم ټول منافقان نه دي په ګوته کړي لکه په قران مجيد کښې خداے پاک په يو ځاے کښې فرمائي:

(( مِمَنْ حَولَکُم مِنَ الاَعْرابِ مُنافِقُونَ وَ مِنْ اَهْلِ الْمَدِينَةِ مَرَدُوا عَلي النِفَاقِ لا تَعلَمَهُمْ نَحْنُ نَعْلَمَهم، سَنُعَذِبَهُم مَرَتَيْنِ ثُمَ يُردُوْنَ إلي عَذابٍ عَظِيْمٍ ))

(( ( اے رسوله!) له اعرابو څخه څه خلق چې ستا په خواو شا کښې دي منافقان دي او د مدينې له اوسيدونکو څخه هم يو شمېر خلق په خپل منافقت سخت پابند دي، ته (پيغمبره ) هغوي نه پيژنې خو مونږ هغوي ښه پيژنو، ډير زر به هغوي دوه ځل سزا کړو، بيا به د ستر عذاب په لورې شړل کيږي ))

له دې مبارکو ايتونو څخه مونږ ته دا خبره په ډاګه کيږي چې د خداے د ګران رسول (ص) په زمانه کښې په هغو کسانو کښې چې ظاهراً يې اسلام قبول کړے ؤ او د اسلام ټول احکام به يې له نورو نه زيات په ځاے راوړل او برملا به يې د اسلام اظهار کوۀ خو په زړونو کښې يې نفاق ؤ ډېر زيات وو چې خداے پاک حتي خپل ګران حبيب (ص) ته هم نه وو ښودلي او ځينې يې ورته ښودلي وو او بيا د خداے ګران رسول (ص) له هغوي څخه چې خداے پاک ورته ښودلي وو د عبدالله بن ابۍ په شان يو څو ت&#