پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ويديويي سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

 

 

                              كــه خامـــوش كــېنو ډوبــــېږو

۰۴ـ۰۴ـ۲۰۰۸                                     (ژنوساید )

محمدامين بسـمل

 

ډېرو درنو لراوبرو پښتنواوټولوقــدرمنو لوستونكـــو!

نننۍ ليكنه دزړه په زورليكم نه پوهېږم له كوم ځاى څخه يې راپيل او په كوم ځاى يې ختمه كـــړم؟

موږ اوتاسو په دې ورځو كې د رومانيـــــا په پــلازمېنه بخارست كې د ناټو د سرمشريزې غونډې شاهـدان  وو دا غـونډه هم ختمه او پريكړو ته يې موږ انتظاركاوه مالومه شوه چې داځل يې بيا له سيند څخه تږي تېر كړو، له نوموړې غونډې څخه لا څو ورځې مخكې ما، زموږ له ليـكوالانوڅخه د دې تمه لرله چې څه خاصه وړاندوينه به وكړي دا نن هم ما هره خوا وكتل ډېرې وېبـــــپاڼې مې وكتې، نورې خپرونې او رادېوگانې مې هم واورېدې خوداسې څه خاص مې ترسترگو نه شول چې لږ څه روښانه اوښكاره مالومات پكې وي بې له ښاغلي ډاكترروستار تركي څخه چې ډېره رښتينې خو دردونكې اودخاصو مداركو په راټولويې خپله ليكنه پوره كړې وه هو!

 د ناټواود روسانو يارانه هم نن ښــه را ځرگنــده شوه اوس نوهرړونــد په دې پوهېږې چې زموږ جگړه په لوى لاس اوږديږي اود بن دكنفرانس پرېكړي هم په لوى لاس د ځانگـــړې ستراتيژي له مخې په سرچپه ډول عملي كيږي مثلاٌ:

۱ ـ ابراهيمي پخپله دبن دپريكړو په عملي كېدو كې غبن وكړ مانا داچې زموږ د ولس زړه يې ونه نيو د نړۍ په مخ يې يو بام دوه هواوې جوړې كړې هغه داچې جنگي مجريمينو ته يې نه تنهـاچې شين څراغ وركړ بلكې داسې يې د افغـان دولت په ورمېږ ورسپاره كړل چې اوس يې څوك راښكته كولاى هم نه شي

۲ ـ  په اداره يې داسې كسان واكمن كړل كوم چې جنگي مجرمينوورته ښودلي ول، ځكه خو زموږ افغان دولت د نړۍ په مخ هم په رشوت او هم د مخدره توكو په كركيله او تولــيد كې نړيوال ركارډ خپل كړخوبياهم لادملگروملتونوحمايه له ځان سره لري داځكه چې نوموړې اداره دجگړه مارو تر اثر لاندې ده كنه نو ولې دافغانستان جگړه نه ختموي او ديو قام نابودي ته يې مټې رانغښتې دي؟

 ۳ ـ  زموږ دملي اردو اوپوليسو دتنظيم او روزنې لپاره پاك زړونه شتون نه لري نه تنهاچې سمه

روزنه يې نه كيږي بلكې د نوو اومـډرنو وسلو په ځاې زړې اوجعلي وسلې ور كول كيږي چې څو ورځې مخكې تاسوله راډېوگانوڅخه واورېدل، خودابايد زياته كړم چې صرف زموږ تاريخي دوست هيواد جرمني د زړه له نېته لگيا دى خو بيا هم پوره واك نه لري

۴ ـ پخپله نړيوال قوتونه هم په يوه خوله نه دي څوك په يوه خوا زور وهي اوڅوك په بله دا شپږ كاله كيږي چې دڅلويښتوپه شاوخواكې بهرني مملكتونه په مستقيم ډول لگيادي خوحاصل يې هيڅ او ورځ په ورځ امنيت پسې خرابيږي

۵ ـ ناټواوملگري يې ښه پوهيږي چې دا ستونځې پاكستان رامينځ ته كوي نوبيا ولې په اسلام اباد يو دوه بمونه نه وراچوي چې دا شپږ كاله يې د طالب په نوم زموږ نسل وژنه روانه ساتلې ده؟ اوس ټول پوهيږي چې نه خوطالب د پښتون قام استازيتوب كولاى شي اونه يې څوك ترهغه وخته پورې ژوندى پرېږدي خوهسې اوس ددوى په نوم جگړه پسې اوږدوي ترڅودنړۍ په مخ دابېوزله پښتون قام نېست اونابود كړي ډاكتر صاحب داسې ليكلي دي:

((سره له دې چې ملېشې دوسلوله دركه بېوزله دي اودناټودمډرنووسلوپه وړاندې زيات تلفات ور كوي، خو وژنه دهيڅ په خاطرداشغال په وړاندې دمقاومت دليكو دپياوړتياپه يو لامل بدله شـــوېده دهمدغه واقعيت په نظر كې نيولو سره انگليسي ډگرمن Ed Butlerچې دافغانســــتان دجگړې  له ډگر نه نوى لندن ته راغلى  و، ووېل چې جگړه به تر ۲۰  كلونو پورې دوام وكاندي ))

خوږو لوستونكو!

باور وكړئ چې د روستار تركي صاحب ليكنې ډېر سخت ناهيلى كړم تاسو پخپله دانگريزي ډگرمن پورتنۍ خبرې ته سم ځير شئ چې شل كاله به لا نورهم جگړه دوام وكړي نوپخپله فكر وكړئ چې پښتون قام ته به شل كاله وروسته څه ورپاته وي؟

دنوموړي ډگرمن خبرې دا را په گوته كوي چې زموږ ستونځې ته څوك پاك نېت  نه لري او داچې جنگي جنايتكاران ورځ په ورځ راته چاغوي او كــرزي ورسره د مصلحت په نوم خپل قام ترمرۍ نيسي علت يې همدا دى چې د جگړې اوربل وساتي او پښتون قام تر وروستي يتيمه پورې ووژني نور به ستاسو وخت نه نيسم دانور جريان دښاغلي ډاكترصاحب روستار تركي په ليكنه كې ښه په غور اوحوصله سره ولولئ او د خداى لپاره ديو رښتيني او اتل مشرپه لټـون كې شئ كنه نو يو به هم پاته نه شي .

يادونـــــــــــــــــــــــه:

له خپلو اتلو ليكوالانو څخه هيله كوم چې قلم راپورته كړي، د قلم اوقناعت له لارې نړيوال قوتونه پوه كړي چې دجگړو اوږدول به دوى لا ډېر تاواني كړي اوددې سبب به شي چې بيانړيوال نظامي  فاكتونه وزېږيږي په هغه صورت كې به داځل خامخا پښتانه بيانو يو بل ډول معامله وكړي . مننــه

 

 دوکتور م ، ع ، روستار تره کی

 

 په افغانستان کی د ناتو دله ایزه وژنه   او د نړیوالو حقوقو دریځ   د طالب وژنی څخه تر قوم وژنی ( ژنوساید ) پوری    

 

     د اپریل په میاشت کی په بخارست ښار کی د ناتو سرمشریزه غونده جوړیږی . خینی هیوادونه نیت لری چه په افغانستان کی ناتو زیاتره  جګړی ته وهڅوی . نړیوال حقوق دغه افغان وژنه چی د ملګرو ملتونو تر بیرغ لاندی تر سره کیږی ، د « ژنوساید جنایت» ( نسل وژنه ) په نوم یادوی . ( ۱ )

   لاندی مضمون د بخارست د غوندی په درشل کی د ناتو پام هغه حقوقی دروند مسئولیت ته چی د بیگناه او بیدفاع افغانانو د بی خایه وژلو په وړاندی لری را اړوی.

   افغانان هیله لری چه ناتو په خپل غونده کی د جګړی د چتک بندیدو د پاره تجویز ونیسی . او د هر دول پریکړی څخه چه د جګړی  د لمن د پراختیا لامل ګرخی په کلکه دده وکړی .

    

                               لمړی ـ د ژنوساید حقوقی شاخص :

  ۱ ــ  د ژنوساید مفهوم :

  د ژنوساید مخنیوی او ورسره د مقابلی کانوانسیون  په ۱۹۴۸ م کال د دسامبر په ۹مه نیته د ملکرو ملتونو ( م ، م )  د عمومی اسامبلی له خوآ تصویب او په ۱۹۵۱ د جنوری په ۱۲ مه نافذ شو. کانوانسیون ژنوساید داسی تعریفوی : « هغه عملونه چی د یوی ملی ، قومی ، نژادی یا مذهبی دلی د           تول یا یوی برخی له منځه وړو په موخه تر اجرآ لاندی راشی » . ( ۲ )                                                                                                                        

  دا مهمه نده چه وژنه کلی وی یا قسمی او د سولی په وخت کی رامنځته شی یا د جګړی په وخت .

  کانوانسیون په خپل۲ مه ماده کی هغه عملونه چی د ژنوساید د جنایت په کته گوری کی شاملیږی په لاندی دول څرګندوی:            

     الف . یو گروپ (  دلی ) پوری تړلی کسانو وژنه .

      ب  . یو ګروپ پوری تړلی غړیو ، فزیکی او فکری بشپړتیا ته تاوان رسول .

      ج   . یوه دله د هغه حالت تر اغیز لاندی راوستل چه د کلی یا قسمی فزیکی له منځه وړل یی لامل وګرځی .

      د    . د یو ګروپ د زیږیدو او پنزیدو ( توالد او تناسل ) مخه نیول.

      ه    . د یو ګروپ ماشومان بل ګروپ ته اجباری لیږدونه .

  د پورتنیو ۵ مواردو نه که یوازی د یو مورد نه په یو وخت هم ګته پورته شی د ژنوساید جنایت مطرح کیږی .

  په افغانستان کی د ناتو قواوو د دول دول وسایلو نه وار وار د نوموړی ۵ مورد څخه د ۳ مورد نه  (الف ، ب ، ج )  د هغه کسانو په وړاندی چه « طالبان » ( إ ) ویل کیږی کار اخیسی دی .

    ۲ ــ په نړیوال حقوقی نظام کی د ژنوساید کانوانسیون اغیز :

   نړیوال قوانین د ۲ نورمونو تر اغیز لاندی دی :

       ــ الزامی نورمونه ( Erga omme ) : لکه د جنګی جنایاتو په اړه اصول . هر هیواد ګته او وجیبه ( دنده ) لری چی الزامی نورمونه په بشپړه توګه مراعات کاندی .

       ــ غیر الزامی نورمونه : لکه د بشر د حقونو پرنسیبونه .

  د نورنبرګ د اساسنامی د ۶ می مادی له مخی د نړیوالو قوانینو ځینی تیروتنی یوازی هغه وخت د جنایت په بنه مطرح کیدای شی چه د نورو جنایاتو لکه د سولی په ضد جنایت یا جنګی جنایت سره تړاو ولری . اما ژنوساید که د سولی یا جګړی په حالت کی وی خپلواکه ( اتونوم ) تیروتنه یعنی جنایت ګنل کیږی او د هغه نه دده الزامی ( Ega omme  ) بنه لری .

  د م ، م اساسنامه او د ژنوساید کانوانسیون ( ۳ ) ۸ مه ماده د نړیوال تولنی څخه غوښتنه کوی چی د ژنوساید د مقابلی په مقصد خپل تول امکانات په کار واچوی .

  د سزا نړیوال دیوان ( س، ن، د ) د خپل اساسنامی ۶ مه ماده ژنوساید جنایت ته ځانګړی کړیدی . د نوموړی اساسنامی په بنیاد : د یو ولس « کلی یا قسمی »  د حذفولو اراده او د نوموړی ارادی مستمری، منظمی او پلان شوی تطبیق ، د ژنوساید د جنایت جوړونکی عناصر تشکیلوی . 

  د ( س ، ن ، د ) د اساسنامی د څرګندونی له مخی د خلکو بشپړه وژنه ( تول وژنه ) د ژنوساید د جنایت د پیږندلی یوه حتمی معیار ګنلی نشو . په بل عبارت دا الزامی نده چه د یو ګروپ تول غړی په

دله ایزه توګه ووژل شی ، تر څو چه د ژنوساید جنایت مطرح شی : په عمومی دوهمه نړیوال جګړه کی

۶۰ ملیون انسانان ووژل شول .اما یوازی د ۶ ملیون یهودانو وژنی د ژنوساید د جنایت جوړونکی عنصر تشکیلوی . 

  په هر حال ‌‌إ د وژنی د کمیت معیار د ژنوساید د عاملینو د ارادی د تینګوالی درجه ښیی.

  د پورتنیو توضیحاتو په بنست د  نړیوالو قوانینو او نړیوالی قضائی رویی Jurisprudence له مخی د ژنوساید د تشخیص لاندی معیارونه تر لاسه کیږی :

  یو    ـ د وژنی اراده  

  دوه  ـ  د بل لوری څخه هیولا جوړول

  دری ـ د یوه ملی ، قومی ، نژادی یا مذهبی مغضوب واقع شوی دلی شته والی

  څلورـ د وژنی منظم پلان  

  پنځه ـ د وژنی استمرار

  موږ د لیکنی دوهمه برخه د لاندی سوال د ځواب په موندلو ځانګړی کوو :

  آیا په افغانستان کی د ناتو د نظامی عملیاتوڅخه رامنځته شوی انسانی تلفات د ژنوساید د پیژندل شوی حقوقی معیارونو سره سمون لری ؟

                         دوهم ـ په افغانستان کی د ناتو د دله ایزی وژنی حقوقی ارزونه :

   اوس د ژنوساید د تشخیص ( تاکلی ) په اړه په کافی اندازه حقوقی معیارونه په لاس کی لرو چی د هغو په بنست په افغانستان کی د ناتو نظامی عملیات د نړیوالوقوانینو په رنا کی تر ارزونی لاندی راوړو .

  ۱ ــ  د وژنی اراده :

   د وژنی اراده په داګه د هغه منظم ورځنی مطبوعاتی اعلامیی له لاری څرګندیږی چی د ناتو ویاند مدیا ته سپاری .

  پدغو د تکبر نه دکو اعلامیو کی د وژنی کلکه او تینګه اراده او ورسره د وژل شوی کسانو په اړه کرکه په دغو الفاظو باندی څرګندیږی : « ... نن د ... په سیمه کی ۵۰ تنه ، ۱۰۰ تنه ، ۵۰۰ تنه طالبان ووژل شول » . د وژنی اعلام دومره په آسانی ، بی پروایی ، بی تفاوتی او بی مسئولیتی مطرح کیږی چی سړی ګومان کوی چی په ځنګله کی ځناوران شکار شویدی .

ځکه دلته وژنه ، نه د نظامی عملیاتو د تیر وتنی له کبله ، بلکه په ارادی توګه د یو تاکل شوی مقصد په موخه مطرح کیږی .  

  ۲ ــ د بل لوری څخه هیولا جوړول :

  د تاریخ په اوږدو کی تل د ژنوساید د جنایت د ارتکاب نه مخکی د جنایت عاملینو د خپل دشمن څیره د شیطان او هیولا په بنه مطرح کړی ده : امریکایی اندیان په ۱۷ پیړی کی د امریکا ولسمشر ،

 ( توماس جفرسن ) په قول د « بیرحم وحشیانو» تر نامه لاندی د ژنوساید شکار وګرخیدل .

  پدغه برخه کی د طالبانو ۶ کلنی « امارت » لویدیز والوته په کافی اندازه طالبانو ضد تبلیغاتی اومه مواد برابر کړی دی : د اسلام تر نامه لاندی د معاصر نړی د ارزښتونو سره دشمنی ، د دی لامل وګرخید چه طالبان په عامه ذهنیت کی وتکول شی .

  په جنګ ځپلو سیمو کی پښتون ، بالقوه طالب یعنی بنست پال ، تروریست او القاعده شمیرل شوی : تول بګړیوال ، ږیره وال او پتکی وال د بالقوه دشمن په توګه کتل شوی . د دوی وژل د تروریزم ضد ائتلاف سیاسی وجیبه وګنل شو چه نه د افغانی حکومت او نه هم د کورنیو او بهرنیو دبشر د حقونو د مدافعو سازمانونو د کوم احتجاج سره مخ شوی دی .

  ځکه مخکی له دی نه چه طالب – پښتون د هغه سیاسی نظام په وړاندی چه د بهرنیو قوتونو په وسیله افغانستان ته د سوغات په توګه وړاندی شویدی ، خپل جنګی طاقت راغوند  او خند شی ، باید له

صحنی نه حذف شی .

  باید د پښتانه د اوږد مهالی واکمنی انسانی پوتانسیل  په ماتیدو سره ، لاره د یو انعطاف منونکی حکومت جوړیدو ته چی د ګلوبالیزیشن د سیاسی او اقتصادی آزموینو د لابراتوار بنه ولری مساعده شی

  ۳ ــ د یوه مذهبی ، قومی مغضوب واقع شوی دلی شته والی :

  ځینی څیړونکی فکر کوی چه د ناتو د وژنی په اجندآ کی یوازی طالبان د یوه مذهبی دلی په صفت شامل دی نه قومی اکثریت د یو قوم په حیث .

  که موږ د وروستیو ۶ کلونو جګړه ایز واقعیتونو ته پام واړوو ، دغه حقیقت چه وژنه د طالب له چوکات نه وتلی او د ژنوساید پروسه په چتکی سره په یوه پراخه سیمه کی چه پښتانه اوسیږی ، دوام لری ، ترمخی کیږی .

  په نوموړی سیمو کی د سپرلی په موترونو ، د ودونو غوندو او په سوله ایزو مظاهراتو باندی وار وار بریدونه شوی چه له امله یی په سل هاوو بی ګناه افغانان وژل شویدی .

  د ۲۰۰۶ م کال د سپتامبر په میاشت کی کله چه ناتو اعلام وکړ چه په هلمند کی د ۵۰۰ نه تر ۱۵۰۰

تنه طالب وژلی ، یو سپین زیری بزګر فرانس پرس ته ( کانادایی څانګه ) وویل چه د هغه د کورنی ۲۶

تنه چه په کی تولی ښځی او ماشومان وو ، د ناتو په بمباریو کی وژل شویدی .

سږ کال ( ۲۰۰۸ م ) یوازی د مارچ په میاشت د یوی اونی ( د ۱۲ نه تر ۱۹ پوری ) پیښو ته چی په کی د مخ په زیاتیدو وژنی پراختیا کچه بربنده کیږی ، نظر اچوو :

  ــ  د سنګین په ولسوالی کی د ناتو د بمباریو له کبله ۶۰ تنه چه اتکل ۵۰ تنه یی ملکی کسان وو ، ووژل شول .

  ــ  د بی بی سی رادیو د راپور له مخی په خوست کی ۲ ماښومان د خپل مور او ۶ نورو ملکی افرادو سره د امریکایی قواوو له خوآ وژل شویدی . عارف الدین د سرحدی لوآ افسر چه ماښومان خپل خپلوان

ګنی بی بی سی خبریال ته وایی : « په سیمه کی هیڅ نښی نښانی چه د طالبانو حضور څرګند کړی وجود

نلری . بهرنیو ځواکونه راځی او خدای په جات وژنی ... » . د پیښی د حاضرینو د یو بل سړی ږغ د رادیو په څپو کی اوریدل کیږی چه وایی : «  که بیګناه ولس د خوب په بستر کی شهیدان شی ، موږ

جهاد لیکوته ورننوزو ... الا اکبر ... » . راتول شوی خلکو په یو آواز د الا اکبر ناری وهلی . ( ۴ )

  ناتو د ژنوساید د پلان د تطبیق په اړوند ، دومره د غضب ، بی پروايی او تکبر په دریځ کی ولاړ دی چه د زرګونو ملکی شهیدانو پاتی کسانو ته د نړیوال قوانینو په مراعات په سلو کی یو ته هم د «  جبران خساره » موضوع ند ی مطرح کړی .

  دا چه ولی په افغانستان کی د ننه پښتانه د یو قوم په صفت د ناتو د غضب موخه ګرځیدلی مختلف لاملونه لری . د هغی جملی نه : پښتانه په قبایلی سیمو کی اوسیږی . د قبیلوی جوړښتونو تر اغیز لاندی دودیزاو محافظه کار ذهنیت لری او د هغه رادیکال بدلون په وړاندی چه  بهرنیان یی تر شآ ولاړ وی د خشونت څخه دک غبرګون ښیی . هغوی ځان د اسلامی هیواد د خپلواکی د ساتلو رسالت لرونکی ځواک ګنی . 

  د ژیوپولتیک ستراتژیستانو په اند تر هغه وخته پوری چه په قبایلی سیمو د میښته سرسختو ولسونو

مقاومت مات نشی ، د نفت او ګاز د ماستر پلان د تطبیق د پاره زمینه نه مساعدیږی . 

  ۴ ــ د وژنی منظم پلان :

  پلان د ناتو دستراتژیستانو له خوآ د موقوت غوندو په ترڅ کی ( وروستی په بخارست کی ) طرح کیږی.

د پاکستان د آی ، اس ، آی دوه مخیز سیاست د پلان د طرح او تطبیق په اړه کلیدی رول لوبولی دی .

  د پلان له مخی په لویدیز او سهیلی سیمو کی د عادی ولس وژنه باید د قومی اکثریت د رون فکرو د

حساسیت د راپارولو لامل ونګرځی : پښتانه تکنوکراتان په ځانګړی توګه د حکومت به د ننه د چوکی ،

شراب او کباب ، نوی سندری او نوی اتنونه په نشه کی مصروف ساتل کیږی .

  د « دیموکراسی لوبه » بهترین ذهنی انحراف جوړوی .

  په  معرکه کی د ژبنی اصطلاحاتو تقابل ( وروستی  مشاجره د پوهنتون او دانشګاه ترمنځ ) چه نوښت یی د بهرنیو رادیوګانو په لاس کی دی مهم رول لوبوی .

  د وژنی د پلان نورمهم تکی دا دی :

  ــ د وسله والو مخالفینو په منځ کی انشعاب ایجادول .

  ــ په پښتنی سیمو کی د جګړی د توجیه په مقصد پدی موضوع باندی تینګار چه اسامه بن لادن او اندیوالان یی په قبایلی سیمو کی پت دی .

  ــ په افغانی نظامی یونتونو باندی چه اکثرآ دسیمی د بیوزلو وګړیو څخه ترکیب شویدی ګوزار :

پولیس په ۶ کلو کی د مدرن وسلی د درلودلو څخه بی برخه ساتل شویدی . د دوی یونیفورم لامل شوی

چه په آسانی په وار وار د هوایی بمباریو موخه وګرځی : د هغو پولیسانو شمیر چه د نړیوال نظامی ائتلاف له خوآ وژل شویدی ، د هغه شمیر څخه چه د وسله والو مخالفینو له طرفه « حلال » ( إ ) شوی

زښته زیات دی .

  په پولیسو باندی وروستی برید سږ کال د مارچ په ۲۰ مه د تورخم په سیمه کی تر سره شو چی په

پای کی ۴ مړه او یو شمیر زخمیان شول .

  ــ په غیر مساویانه جګړه کی د هوایی بمباریو په وسیله د مقاومت پوتانسیل د جګړی د اوږدیدو په مقصد ،  کمزوری ساتل او د مخالفینو د تکولو تر پلمی لاندی ملکی خلک وژل .  

  د یادونی وړ دی چه ایساف او ناتو د جګړی د دوام په مقصد او د وژنی د اوږد مهال پلان د الزام پر بنست نه غواړی چه مقاومت په بښپړه توګه مات شی .

  د عینی شاهدانو د شهادت په اساس داسی پیښه هم واقع شوی چه د مقاومت قوماندانان (  لکه د جلال الدین حقانی زامن ) د نړیوال نظامی ائتلاف له خوآ توقیف او وروسته خوشی شویدی .

  د ځینو سیمو د میښته کسانو په شهادت  ناتو وسله والو مخالفینوته ، د استخباراتی چینلونو په ذریعه

وسلی استولی دی .

   په ۲۰۰۶ م کال کی څو واره د وسلی نه دک موترونه چی د شمال له خوآ سهیلی سیموته روان وو د افغانی امنیتی یونت له خوآ ونیول شول . تر اوسه پوری دا معلومه نده چه د کورنیو او بهرنیو جګړه

مارانو ونده په پیښه کی څومره وه .

  ــ د جګړی د اوږدیدو په مقصد د مخالفینو سره له خبرو اترو څخه دده کول: مخکی له دی چه موسی

 کلا د بهرنیو قواوو له خوآ فتح شی ( سپتامبر ۲۰۰۷ ) د مدیا له لاری د مخالفینو سره د خبرو اترو په فضیلت باندی چی دولت ته تسلیم شوی طالبان هم په کی ګدون درلودل د مدیا له لاری په کافی اندازه تبلیغات شوی وو . د تبلیغاتو موخه دا وه چه وسله وال مخالفین مخکی د خبرو اتروڅخه د خپل دریځ د تینګولو په مقصد ځینی سیم®