پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ويديويي سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

 

          دوکتور م ، ع ، روستار تره کی

 

 په افغانستان کی د ناتو دله ایزه وژنه   او د نړیوالو حقوقو دریځ   د طالب وژنی څخه تر قوم وژنی ( ژنوساید ) پوری    

 

     د اپریل په میاشت کی په بخارست ښار کی د ناتو سرمشریزه غونده جوړیږی . خینی هیوادونه نیت لری چه په افغانستان کی ناتو زیاتره  جګړی ته وهڅوی . نړیوال حقوق دغه افغان وژنه چی د ملګرو ملتونو تر بیرغ لاندی تر سره کیږی ، د « ژنوساید جنایت» ( نسل وژنه ) په نوم یادوی . ( ۱ )

   لاندی مضمون د بخارست د غوندی په درشل کی د ناتو پام هغه حقوقی دروند مسئولیت ته چی د بیگناه او بیدفاع افغانانو د بی خایه وژلو په وړاندی لری را اړوی.

   افغانان هیله لری چه ناتو په خپل غونده کی د جګړی د چتک بندیدو د پاره تجویز ونیسی . او د هر دول پریکړی څخه چه د جګړی  د لمن د پراختیا لامل ګرخی په کلکه دده وکړی .

    

                               لمړی ـ د ژنوساید حقوقی شاخص :

  ۱ ــ  د ژنوساید مفهوم :

  د ژنوساید مخنیوی او ورسره د مقابلی کانوانسیون  په ۱۹۴۸ م کال د دسامبر په ۹مه نیته د ملکرو ملتونو ( م ، م )  د عمومی اسامبلی له خوآ تصویب او په ۱۹۵۱ د جنوری په ۱۲ مه نافذ شو. کانوانسیون ژنوساید داسی تعریفوی : « هغه عملونه چی د یوی ملی ، قومی ، نژادی یا مذهبی دلی د           تول یا یوی برخی له منځه وړو په موخه تر اجرآ لاندی راشی » . ( ۲ )                                                                                                                        

  دا مهمه نده چه وژنه کلی وی یا قسمی او د سولی په وخت کی رامنځته شی یا د جګړی په وخت .

  کانوانسیون په خپل۲ مه ماده کی هغه عملونه چی د ژنوساید د جنایت په کته گوری کی شاملیږی په لاندی دول څرګندوی:            

     الف . یو گروپ (  دلی ) پوری تړلی کسانو وژنه .

      ب  . یو ګروپ پوری تړلی غړیو ، فزیکی او فکری بشپړتیا ته تاوان رسول .

      ج   . یوه دله د هغه حالت تر اغیز لاندی راوستل چه د کلی یا قسمی فزیکی له منځه وړل یی لامل وګرځی .

      د    . د یو ګروپ د زیږیدو او پنزیدو ( توالد او تناسل ) مخه نیول.

      ه    . د یو ګروپ ماشومان بل ګروپ ته اجباری لیږدونه .

  د پورتنیو ۵ مواردو نه که یوازی د یو مورد نه په یو وخت هم ګته پورته شی د ژنوساید جنایت مطرح کیږی .

  په افغانستان کی د ناتو قواوو د دول دول وسایلو نه وار وار د نوموړی ۵ مورد څخه د ۳ مورد نه  (الف ، ب ، ج )  د هغه کسانو په وړاندی چه « طالبان » ( إ ) ویل کیږی کار اخیسی دی .

    ۲ ــ په نړیوال حقوقی نظام کی د ژنوساید کانوانسیون اغیز :

   نړیوال قوانین د ۲ نورمونو تر اغیز لاندی دی :

       ــ الزامی نورمونه ( Erga omme ) : لکه د جنګی جنایاتو په اړه اصول . هر هیواد ګته او وجیبه ( دنده ) لری چی الزامی نورمونه په بشپړه توګه مراعات کاندی .

       ــ غیر الزامی نورمونه : لکه د بشر د حقونو پرنسیبونه .

  د نورنبرګ د اساسنامی د ۶ می مادی له مخی د نړیوالو قوانینو ځینی تیروتنی یوازی هغه وخت د جنایت په بنه مطرح کیدای شی چه د نورو جنایاتو لکه د سولی په ضد جنایت یا جنګی جنایت سره تړاو ولری . اما ژنوساید که د سولی یا جګړی په حالت کی وی خپلواکه ( اتونوم ) تیروتنه یعنی جنایت ګنل کیږی او د هغه نه دده الزامی ( Ega omme  ) بنه لری .

  د م ، م اساسنامه او د ژنوساید کانوانسیون ( ۳ ) ۸ مه ماده د نړیوال تولنی څخه غوښتنه کوی چی د ژنوساید د مقابلی په مقصد خپل تول امکانات په کار واچوی .

  د سزا نړیوال دیوان ( س، ن، د ) د خپل اساسنامی ۶ مه ماده ژنوساید جنایت ته ځانګړی کړیدی . د نوموړی اساسنامی په بنیاد : د یو ولس « کلی یا قسمی »  د حذفولو اراده او د نوموړی ارادی مستمری، منظمی او پلان شوی تطبیق ، د ژنوساید د جنایت جوړونکی عناصر تشکیلوی . 

  د ( س ، ن ، د ) د اساسنامی د څرګندونی له مخی د خلکو بشپړه وژنه ( تول وژنه ) د ژنوساید د جنایت د پیږندلی یوه حتمی معیار ګنلی نشو . په بل عبارت دا الزامی نده چه د یو ګروپ تول غړی په

دله ایزه توګه ووژل شی ، تر څو چه د ژنوساید جنایت مطرح شی : په عمومی دوهمه نړیوال جګړه کی

۶۰ ملیون انسانان ووژل شول .اما یوازی د ۶ ملیون یهودانو وژنی د ژنوساید د جنایت جوړونکی عنصر تشکیلوی . 

  په هر حال ‌‌إ د وژنی د کمیت معیار د ژنوساید د عاملینو د ارادی د تینګوالی درجه ښیی.

  د پورتنیو توضیحاتو په بنست د  نړیوالو قوانینو او نړیوالی قضائی رویی Jurisprudence له مخی د ژنوساید د تشخیص لاندی معیارونه تر لاسه کیږی :

  یو    ـ د وژنی اراده  

  دوه  ـ  د بل لوری څخه هیولا جوړول

  دری ـ د یوه ملی ، قومی ، نژادی یا مذهبی مغضوب واقع شوی دلی شته والی

  څلورـ د وژنی منظم پلان  

  پنځه ـ د وژنی استمرار

  موږ د لیکنی دوهمه برخه د لاندی سوال د ځواب په موندلو ځانګړی کوو :

  آیا په افغانستان کی د ناتو د نظامی عملیاتوڅخه رامنځته شوی انسانی تلفات د ژنوساید د پیژندل شوی حقوقی معیارونو سره سمون لری ؟

                         دوهم ـ په افغانستان کی د ناتو د دله ایزی وژنی حقوقی ارزونه :

   اوس د ژنوساید د تشخیص ( تاکلی ) په اړه په کافی اندازه حقوقی معیارونه په لاس کی لرو چی د هغو په بنست په افغانستان کی د ناتو نظامی عملیات د نړیوالوقوانینو په رنا کی تر ارزونی لاندی راوړو .

  ۱ ــ  د وژنی اراده :

   د وژنی اراده په داګه د هغه منظم ورځنی مطبوعاتی اعلامیی له لاری څرګندیږی چی د ناتو ویاند مدیا ته سپاری .

  پدغو د تکبر نه دکو اعلامیو کی د وژنی کلکه او تینګه اراده او ورسره د وژل شوی کسانو په اړه کرکه په دغو الفاظو باندی څرګندیږی : « ... نن د ... په سیمه کی ۵۰ تنه ، ۱۰۰ تنه ، ۵۰۰ تنه طالبان ووژل شول » . د وژنی اعلام دومره په آسانی ، بی پروایی ، بی تفاوتی او بی مسئولیتی مطرح کیږی چی سړی ګومان کوی چی په ځنګله کی ځناوران شکار شویدی .

ځکه دلته وژنه ، نه د نظامی عملیاتو د تیر وتنی له کبله ، بلکه په ارادی توګه د یو تاکل شوی مقصد په موخه مطرح کیږی .  

  ۲ ــ د بل لوری څخه هیولا جوړول :

  د تاریخ په اوږدو کی تل د ژنوساید د جنایت د ارتکاب نه مخکی د جنایت عاملینو د خپل دشمن څیره د شیطان او هیولا په بنه مطرح کړی ده : امریکایی اندیان په ۱۷ پیړی کی د امریکا ولسمشر ،

 ( توماس جفرسن ) په قول د « بیرحم وحشیانو» تر نامه لاندی د ژنوساید شکار وګرخیدل .

  پدغه برخه کی د طالبانو ۶ کلنی « امارت » لویدیز والوته په کافی اندازه طالبانو ضد تبلیغاتی اومه مواد برابر کړی دی : د اسلام تر نامه لاندی د معاصر نړی د ارزښتونو سره دشمنی ، د دی لامل وګرخید چه طالبان په عامه ذهنیت کی وتکول شی .

  په جنګ ځپلو سیمو کی پښتون ، بالقوه طالب یعنی بنست پال ، تروریست او القاعده شمیرل شوی : تول بګړیوال ، ږیره وال او پتکی وال د بالقوه دشمن په توګه کتل شوی . د دوی وژل د تروریزم ضد ائتلاف سیاسی وجیبه وګنل شو چه نه د افغانی حکومت او نه هم د کورنیو او بهرنیو دبشر د حقونو د مدافعو سازمانونو د کوم احتجاج سره مخ شوی دی .

  ځکه مخکی له دی نه چه طالب – پښتون د هغه سیاسی نظام په وړاندی چه د بهرنیو قوتونو په وسیله افغانستان ته د سوغات په توګه وړاندی شویدی ، خپل جنګی طاقت راغوند  او خند شی ، باید له

صحنی نه حذف شی .

  باید د پښتانه د اوږد مهالی واکمنی انسانی پوتانسیل  په ماتیدو سره ، لاره د یو انعطاف منونکی حکومت جوړیدو ته چی د ګلوبالیزیشن د سیاسی او اقتصادی آزموینو د لابراتوار بنه ولری مساعده شی

  ۳ ــ د یوه مذهبی ، قومی مغضوب واقع شوی دلی شته والی :

  ځینی څیړونکی فکر کوی چه د ناتو د وژنی په اجندآ کی یوازی طالبان د یوه مذهبی دلی په صفت شامل دی نه قومی اکثریت د یو قوم په حیث .

  که موږ د وروستیو ۶ کلونو جګړه ایز واقعیتونو ته پام واړوو ، دغه حقیقت چه وژنه د طالب له چوکات نه وتلی او د ژنوساید پروسه په چتکی سره په یوه پراخه سیمه کی چه پښتانه اوسیږی ، دوام لری ، ترمخی کیږی .

  په نوموړی سیمو کی د سپرلی په موترونو ، د ودونو غوندو او په سوله ایزو مظاهراتو باندی وار وار بریدونه شوی چه له امله یی په سل هاوو بی ګناه افغانان وژل شویدی .

  د ۲۰۰۶ م کال د سپتامبر په میاشت کی کله چه ناتو اعلام وکړ چه په هلمند کی د ۵۰۰ نه تر ۱۵۰۰

تنه طالب وژلی ، یو سپین زیری بزګر فرانس پرس ته ( کانادایی څانګه ) وویل چه د هغه د کورنی ۲۶

تنه چه په کی تولی ښځی او ماشومان وو ، د ناتو په بمباریو کی وژل شویدی .

سږ کال ( ۲۰۰۸ م ) یوازی د مارچ په میاشت د یوی اونی ( د ۱۲ نه تر ۱۹ پوری ) پیښو ته چی په کی د مخ په زیاتیدو وژنی پراختیا کچه بربنده کیږی ، نظر اچوو :

  ــ  د سنګین په ولسوالی کی د ناتو د بمباریو له کبله ۶۰ تنه چه اتکل ۵۰ تنه یی ملکی کسان وو ، ووژل شول .

  ــ  د بی بی سی رادیو د راپور له مخی په خوست کی ۲ ماښومان د خپل مور او ۶ نورو ملکی افرادو سره د امریکایی قواوو له خوآ وژل شویدی . عارف الدین د سرحدی لوآ افسر چه ماښومان خپل خپلوان

ګنی بی بی سی خبریال ته وایی : « په سیمه کی هیڅ نښی نښانی چه د طالبانو حضور څرګند کړی وجود

نلری . بهرنیو ځواکونه راځی او خدای په جات وژنی ... » . د پیښی د حاضرینو د یو بل سړی ږغ د رادیو په څپو کی اوریدل کیږی چه وایی : «  که بیګناه ولس د خوب په بستر کی شهیدان شی ، موږ

جهاد لیکوته ورننوزو ... الا اکبر ... » . راتول شوی خلکو په یو آواز د الا اکبر ناری وهلی . ( ۴ )

  ناتو د ژنوساید د پلان د تطبیق په اړوند ، دومره د غضب ، بی پروايی او تکبر په دریځ کی ولاړ دی چه د زرګونو ملکی شهیدانو پاتی کسانو ته د نړیوال قوانینو په مراعات په سلو کی یو ته هم د «  جبران خساره » موضوع ند ی مطرح کړی .

  دا چه ولی په افغانستان کی د ننه پښتانه د یو قوم په صفت د ناتو د غضب موخه ګرځیدلی مختلف لاملونه لری . د هغی جملی نه : پښتانه په قبایلی سیمو کی اوسیږی . د قبیلوی جوړښتونو تر اغیز لاندی دودیزاو محافظه کار ذهنیت لری او د هغه رادیکال بدلون په وړاندی چه  بهرنیان یی تر شآ ولاړ وی د خشونت څخه دک غبرګون ښیی . هغوی ځان د اسلامی هیواد د خپلواکی د ساتلو رسالت لرونکی ځواک ګنی . 

  د ژیوپولتیک ستراتژیستانو په اند تر هغه وخته پوری چه په قبایلی سیمو د میښته سرسختو ولسونو

مقاومت مات نشی ، د نفت او ګاز د ماستر پلان د تطبیق د پاره زمینه نه مساعدیږی . 

  ۴ ــ د وژنی منظم پلان :

  پلان د ناتو دستراتژیستانو له خوآ د موقوت غوندو په ترڅ کی ( وروستی په بخارست کی ) طرح کیږی.

د پاکستان د آی ، اس ، آی دوه مخیز سیاست د پلان د طرح او تطبیق په اړه کلیدی رول لوبولی دی .

  د پلان له مخی په لویدیز او سهیلی سیمو کی د عادی ولس وژنه باید د قومی اکثریت د رون فکرو د

حساسیت د راپارولو لامل ونګرځی : پښتانه تکنوکراتان په ځانګړی توګه د حکومت به د ننه د چوکی ،

شراب او کباب ، نوی سندری او نوی اتنونه په نشه کی مصروف ساتل کیږی .

  د « دیموکراسی لوبه » بهترین ذهنی انحراف جوړوی .

  په  معرکه کی د ژبنی اصطلاحاتو تقابل ( وروستی  مشاجره د پوهنتون او دانشګاه ترمنځ ) چه نوښت یی د بهرنیو رادیوګانو په لاس کی دی مهم رول لوبوی .

  د وژنی د پلان نورمهم تکی دا دی :

  ــ د وسله والو مخالفینو په منځ کی انشعاب ایجادول .

  ــ په پښتنی سیمو کی د جګړی د توجیه په مقصد پدی موضوع باندی تینګار چه اسامه بن لادن او اندیوالان یی په قبایلی سیمو کی پت دی .

  ــ په افغانی نظامی یونتونو باندی چه اکثرآ دسیمی د بیوزلو وګړیو څخه ترکیب شویدی ګوزار :

پولیس په ۶ کلو کی د مدرن وسلی د درلودلو څخه بی برخه ساتل شویدی . د دوی یونیفورم لامل شوی

چه په آسانی په وار وار د هوایی بمباریو موخه وګرځی : د هغو پولیسانو شمیر چه د نړیوال نظامی ائتلاف له خوآ وژل شویدی ، د هغه شمیر څخه چه د وسله والو مخالفینو له طرفه « حلال » ( إ ) شوی

زښته زیات دی .

  په پولیسو باندی وروستی برید سږ کال د مارچ په ۲۰ مه د تورخم په سیمه کی تر سره شو چی په

پای کی ۴ مړه او یو شمیر زخمیان شول .

  ــ په غیر مساویانه جګړه کی د هوایی بمباریو په وسیله د مقاومت پوتانسیل د جګړی د اوږدیدو په مقصد ،  کمزوری ساتل او د مخالفینو د تکولو تر پلمی لاندی ملکی خلک وژل .  

  د یادونی وړ دی چه ایساف او ناتو د جګړی د دوام په مقصد او د وژنی د اوږد مهال پلان د الزام پر بنست نه غواړی چه مقاومت په بښپړه توګه مات شی .

  د عینی شاهدانو د شهادت په اساس داسی پیښه هم واقع شوی چه د مقاومت قوماندانان (  لکه د جلال الدین حقانی زامن ) د نړیوال نظامی ائتلاف له خوآ توقیف او وروسته خوشی شویدی .

  د ځینو سیمو د میښته کسانو په شهادت  ناتو وسله والو مخالفینوته ، د استخباراتی چینلونو په ذریعه

وسلی استولی دی .

   په ۲۰۰۶ م کال کی څو واره د وسلی نه دک موترونه چی د شمال له خوآ سهیلی سیموته روان وو د افغانی امنیتی یونت له خوآ ونیول شول . تر اوسه پوری دا معلومه نده چه د کورنیو او بهرنیو جګړه

مارانو ونده په پیښه کی څومره وه .

  ــ د جګړی د اوږدیدو په مقصد د مخالفینو سره له خبرو اترو څخه دده کول: مخکی له دی چه موسی

 کلا د بهرنیو قواوو له خوآ فتح شی ( سپتامبر ۲۰۰۷ ) د مدیا له لاری د مخالفینو سره د خبرو اترو په فضیلت باندی چی دولت ته تسلیم شوی طالبان هم په کی ګدون درلودل د مدیا له لاری په کافی اندازه تبلیغات شوی وو . د تبلیغاتو موخه دا وه چه وسله وال مخالفین مخکی د خبرو اتروڅخه د خپل دریځ د تینګولو په مقصد ځینی سیمی تر خپلی ولکی لاندی راوړی او د بمباریو کار آسان شی . وسله وال مقاومت چه د جنګی پلان نه مخکی خبر شوی وو خپل ځواکونه یی له سیمی څخه په شآ کړل . بهرنیو قواوو سره له دی چه د وسله والو مخالفینو د شاتګ څخه خبر وو ، موسی قلعه د بمباریو لاندی راوست چه د کبله یی په سل هاو ملکی خلک ووژل شول.

  د موسی قلعه پیښی د ناتو قواوو د ژنوساید د پلان څخه په بښپړه توګه پرده پورته کړ .

  ــ  د ځائی خلکو او وسله وال مقاومت تر منځ نښتی ته لمن وهل . او د همدغه مقصد د پاره د ګوتو

په شمار وسله والو مخالفینو د شته والی له کبله تول کلی بمبارول .

  ــ  د افغا نستان په ملیشیایی جګړه کی د مخالفینو جبهه څرګنده نده . اما سره لدی ناتو د دله ایزی وژنی د وسلی چه زیاتره په نړیوال جګړه کی ور څخه کار اخیستل کیږی ، ګته پورته کوی ( تورنادو اروپایی او رافال فرانسوی جنګی الوتکی خپل لمړنی آزمایشی عملیات په افغانستان کی پیل کړل ). 

  ــ د جګړی دګر د ژورنالیستانو په وړاندی تړل . افغانی اداری سیمه ایزو چارواکوته د ناتو د قوماندانی له خوآ هدایت ورکړ شوی چه ژورنالیستانوته اجازه ورنکړی چه په روغتونونو کی د ورځنی ژوبل شوی

کسانو سره خبری وکړی .

  د مارچ په ۱۸ نیته ( ۲۰۰۸ م کال ) د سنګین د ولسوالی پیښه چه په کی اتکل ۶۰ کسان ووژل شول ، په مدیا کی په کافی اندازه منعکس نشوه . اما په همهغو شپو او ورځو کی د ۳ تنه تبتیانو د وژنی غوغا جوړه شوه .

  ۵ ، ۶ ــ پرله پسی او سیستماتیکه وژنه :

  د م ، م عمومی منشی ، عمومی اسامبلی ته د یو راپور د وړاندی کولو په ترڅ کی وویل : « په افغانستان کی په ۲۰۰۷ م کال ،    ۸۰۰۰ کسان وژل شویدی . » ( مارچ ۲۰۰۸ ) .

 سږ کال د مارچ په ۷ مه د ګرمسیر په ولسوالی کی ۵۷ هوایی برید تر سره شوی دی .

  د کندهار په شاوخوآ کی په یوه اونی د مارچ د ۳ نه تر ۹ پوری ( ۲۰۰۸ کال ) ( نیته په تصادفی

توګه تاکل شوی دی ) د امریکا او انګلستان له طرفه ۳۳۰ هوایی بریدونه عملی شویدی ( په کال

کی ۱۷۱۶۰ برید ) .

  د انسانی تلفاتو واقعی شمیر هیچاته معلومه ندی . دا د ناتو د ژنوساید د پلان یوه برخه ده .

  انسانی ضایعات د هغه څه چه په رسمی توګه خپریږی زښته زیات دی .

  « رمز فیلد » د امریکا دفاع وزیر په ۲۰۰۱ م کال په دشت لیلی کی د طالبانو د دله ایزی وژنی ( اتکل

۴۰۰۰ زره کسان ) په درشل کی وویل : « موږ د خطرناکو انسانانو سره مخ یو . دوی د جګړی اسیران ګنلی نشی . هغوی د نړی په کچه روزل شوی بی رحمه او خطرناکه قاتلان دی  . د دوی د شر نه باید

بشریت وژغورو . نړیوال قوانین موږ ته بندیزونه ( محدودیتونه ) رامنځته کوی چه د هغه په احترام

باندی د تحقیقاتو په اړه د  عمل آزادی نشو درلودلی . »  ( ۵ )

  « د وژل شویو کسانو شمیر دا واقعیت په ګوته کوی چی د سیمه ایزو وګړیو چی د پردیو نظامیانو د

حضور سره بالقوه مخالف دی دایساف نظامی عملیات د بشپړی بی تفاوتی په بنه تر سره کیږی . » ( ۶ )

  د هلمند د ولایت یو بزګر د ناتو د خدای په جات وژنی ته په اشاری سره داسی وایی : « په کلی کی

سهار وختی د ناتو په ګزمه باندی دزی وشو . کلی د شپی په لسو بجو تر بمباریو لاندی راغی » ( جون ۲۰۰۷) ( ۷ ) .

  « د کانادا د ځواکونو په ادعا  د « مدوز » د عملیاتو په ترڅ کی (اګست او سپتامبر ، ۲۰۰۶ م کال ،) د زیری په ولسوالی کی د ۵۰۰ نیولی تر ۱۵۰۰ طالب ملیشیی وژل شویدی .

  د آسوشد پرس د راپور له مخی د ناتو چورلکی د سهار په ۲ بجی   د آشرو ( کندهار ) په کلی باندی  د راکت دزی وکړل . د کلیوالو په خبره ۱۳ تنه ( د ۴ ښځی په ګدون ) ووژل شول . اسداله خالد د کندهار والی مدیا ته وویل چی هیڅ نښی نښانی چی طالبان په کلی کی د تلف یا ژوبل شوی کسانو په منځ کی وی

وجود نلری . » ( ۸  )

  موږ په سلګونو ورته پیښی لرو چه د ژنوساید بنه لری . اما  دلیکنی حدود د زیاتی تفصیل ګنجایش نلری .

  « سره له دی چه ملیشیی د وسلی له درکه بی وزله دی او د ناتو د مدرن وسلی په وړاندی زیات تلفات ورکوی ، خو وژنه دهیڅ په خاطر د اشغال په وړاندی د مقاومت د لیکو د پیاوړتیا په یو لامل بدل شویدی.

د همدغه واقعیت په نظر کی نیولو سره انګلیسی دګرمن Ed Butler چه د افغانستان د جګړی د دګر نه

نوی لندن ته راغلی وو ، وویل چه جګړه به تر ۲۰ کلونو پوری دوام وکاندی . » ( ۹ )

 

                        دریم ـ د ژنوساید د جنایت په اړوند ذیصلاح محاکم :

  ۱ ـ نړیوال محاکم :

  وروسته د نړیوال دوهمی جګړی څخه کله چی ژنوساید حقوقی تعریف وموند د هغه د مقابلی په اړوند

نړیوالی محکمی جوړی شولی .

  د ژنوساید د جنایت ذیصلاح محکمی لند مهالی یا تلپاتی ( دایمی ) جوړښت لری .

  الف ـ لند مهالی محکمی د ځانګړی قضایاوو په اړه د یوه تاکلی مودی د پاره جوړی شویدی : د نازی د

جنایاتو  په موضوع باندی د نورنبرګ محکمه ، د یوګوسلاویا او روندا د ژنوساید په اړوند د سزا نړیوال محکمه د هغی جملی څخه دی.

  لند مهالی محکمی د ملی محکمو ځای نیسی .

  ب ـ دائمی محکمه د سزا نړیوال دیوان تر نامه لاندی په ۱۹۹۸ م کال کی جوړه شوی ده . دیوان د ژنوساید په اړه هغه وخت غونده کوی چی ملی محکمی د هغه جنایاتو په اړوند کمزوری او بی صلاحیته ثابتی شی چه د ۲۰۰۲ م کال د جولای د لمړی نیتی څخه وروسته رامنځته شویدی .

  دایمی دیوان د ملی محکمی په ځای نه مطرح کیږی .

  ۲ ـ ملی محکمی :

  پدغه حالت کی تقنینی  قوه د نړیوال حقونو اصول د ملی قانون په جوکات کی منعکسوی : ملی قانون د نړیوال قانون په تړاو د نړی په کچه عمومی بنه غوره کوی او د جنایاتو په اړوند د پریکړی صلاحیت مومی .

  د یاد شوی پروسیجر له مخی د بلژیک ، سویس ، کانادا او فرانسی محکمو ځانته دا صلاحیت ور په

برخه کړی چی د ژنوساید په اړوند پریکړه وکړی .

  البته کله چی د نړی په کچه د یو ځواکمن سازمان لکه ناتو حقوقی مسئولیت مطرح کیږی ، زموږ بحث

تیوریک بنه غوره کوی : قانون په زور واکانو باندی نه تطبیقیږی .

 

                                    نتیجه 

 ــ په افغانستان کی د ناتو په دله ایزه وژنه کی د ژنوساید تولی حقوقی جوړونکی پرزی را غوند شوی دی کوم چی په ترڅ کی یی &