|
|
|||||||||||||||||||||
|
|
اسحاق
زی د ننګرهار دمرستيال والي په توګه د بغلان ولايت پخوانی والي او د ننګرهار ولايت مستوفي اسحاق زی د ننګرهار دنوي مرستيال والي په توګه وګمارل شو . ديادولو وړ ده چې له ده پخوا احمد الله عليزي دا دنده په غاړه لرله چې نن په يوه غونډه کې دننګرهار والي ښاغلي شيرزي دننګرهار مستوفي اسحاق زی دخپل والي په توګه اعلان کړ. وبه وينو چې د نوي مرستيال په ګمارلو سره د ښاغلي شيرزي په چوپړونو کې نوره څوره چټکتيا راځي. او ښاغلی احمدالله عليزي پخوا دوه دندې پرمخ وړې، چې د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې ريس او د ننګرهار مرستيال والي، اوس يې د مرستيالۍ دنده له لاسه ورکړه او يوازې د نشه يې توکو پرضد د مبارزې ريس پاتې شو.
|
||||||||||||||||||||