ځــــــــــدراڼ
سازا قانون پالونکی ته که قانون ماتونکی ته؟
په تیره یوه اونۍ کی د افغانستان او سیمی مطبوعات
ټول په د خبره څرخیدل چی ولی په افغانستان کی یو داسی څوک
پیدا شو چی د اساسی قانون یوی مادی ته یي د عمل جامی ور په
غاړه کړی وی دا کس د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي خْرم
صیب وؤ
ښاغلي خْرم صیب ته د اللهج دومره توان ورکړی چی د
اساسی قانون ټولی هغه مادی چی د اطلاعاتو کلتور وزارت پوری
تړلی دی کټ مټ عملی کړی چی په دا لار کی ټول با احساسه
افغانان باید د ښاغلي خْرم صیب او اساسی قانون ملاتړ وکړی!
خبره اوس دلته ده چی د افغانستان په پرلمان کی
ناست وکیل صیبان د څه د پاره د دولت اواولس بودیجه خوری
دقانون ساتلو که د قانون ماتولو؟
ّوکیلانو چی په سر کی یي داسی کسانو څای نیولی چی
کالونه کالونه یي لاسونه د مظلومو افغانانو په وینو سره او
خپل یاغی اسونه هر خوا یي چی زړه وشو زغلاوی دهمدی ورځی د
پاره خلکو ته د درواغو لوزنه ورکول چی مونږ به قانون
پالونکی ته سازا اوماتونکی ته پاداش ورکوؤ ؟ او که هغه وخت
یي د افغانستان ځوریدلی اولس او خپلوموّکلانو ته د
قانونیت،اسلامیت او افغانیت لافی واهلی؟
د افغانستان مجاهد او سرلوړۍ ملت تل د پردیو
مزدورانو په ژبه او واعدو تیر وتی دي خو دا په د معنی نه
ده چی ملت قصداً غواړی داسی کسان يي مشران وی بلکی دا
مشران د اسلام سپیځلاۍ دین ځان ته سپر او د با وقاره افغان
تګلاره د ځان منشور کړی نو با احساسه او په دین او وطن مین
اولس هم ملا ور وتړی خو چی کله د عمل میدان راشی خبری او
لوزونه بدل وی. خبره به بلی خوا ته نه وړم څه موده مخکی د
اسلامی جنبش(ګلم جم) مشر د متحدی جبهی ځواکمن غړۍ او په
عین حال کی یو بی رحمه جنګ سلار ښاغلۍ عبدالرشید دوستم
د ترکتبارانو د شورا مشر(اکبر بای) په کور په داسی
حال کی چی د شرابوو په نیشه کی ډوب ؤ برید وکړ او ښاغلۍ
اکبر بای د هغه زوی او ساتونکی یي اول سم وډبه وؤ او بیا
يی د ځان سره برمته کړل چی وروسته برمته شوی
کسان د پولیسو په مرسته په داسی حال کی راخوشی کړاي
شول چی په وینو لت پت ول . دا پیښه ټول افغان اولس په کلکه
وغندله خو د پرلمان مشرانو او د متحدی جبهی غړو بیا دا ټول
د ښاغلی دوستم پر خلاف دسیسه وګڼله چی ګواکی دا د دوستم د
بدنامۍ په مُخه یوه پلان شوی سحنه وه او امنیتی چارواکی
غواړی په د سره د دوستم د ویاړونو ډکی کارنامی تر پښو
لاندی کړی. جالیبه خو دا ده چی د سحنی ستر لوبغاړۍ او اجرا
کونکي هغه کس دی کوم چی دا ډرامه د هغه د بدنامۍ د پاره
جوړه شوی وه .
د پرلمان واکداران د ټول افغان اولس په سترګو کی
خاوری شیندی او هغه څه چی ټولو ته ښکاره دی پټه وی او په
امنیتی چارواکو غږ کوی تر ځو د ښاغلي جنګ سلار صیب څخه
بښنه وغواړی. ایا په اساسی قانون کی داسی کومه ماده شته چی
له مخه یي یو وزارت د امنیت د ساتلو او مظلوم د ظالم نه د
بچ کولونه وروسته د بیا له تیری کونکی څخه بښنه وغواړي؟یا
داسی کومه ماده شته چی دولتی جیګ پوړی چارواکي د په یو عام
افغان تیری وکړی هغه د وواهی هغه د یرغمل کړی او که کومه
مرجع هغه کس د مرګ له پنجو خلاص کړی او هغه مرجع به بیا له
د جیګ پوړی تیری کونکی څخه بښنه غواړی؟
که چیری جواب نه وی نو څنګه پرلمان د کورانۍ چاری
وزارت ته سپریښتنه کوی چی له ښاغلی دوستم نه بښنه وغواړی؟
اوس راڅو اصلی موضوع ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت
له ډیری مودی یو داسی چا ته سترګی په لاره وه چی هغه
قانونیت پلی او د وزارت صلاحیتونه په مشروع لاره کی وکاروی
دا وزارت د تش په نامه افغانان او په حقیقت کی د پرادیو
غولامانو نه ستونی ته راسیدلۍ وه
په د وزارت کی په بیلو بیلو داورو کی داسی کسان تیر
شوی وؤ چی د افغان اولس کلتوری افتخارات یي تر پښو لاندی
کړی او پر څای يي پردۍ فرهنګ را منځ ته کړۍ وه چی ښکاره
مثال یي ښاغلي« رهین» صیب دی د اقايي رهین په داور کی د
نور کرغیړن سیاست تر څنګ د پښتو ژیبی اکثره لیکوالان ،
ادیبان ،سندرغاړی اود سینما لوبغاړی یا خو د نامطلوبو
کسانو په لیست کی وه او یا یي د چلونکی (ډیریور) په پُست
کی کار کاوه خو د پړسو ژیبی سندرغاړی چی په کوځو کی يي
قطغنی ، سیا نرمه نرمه ،جونی جانم بیا دردت...... زده کړی
وؤ د یو بر حال مامور معاش اخیست او په لوړو پُستونو کی یي
دندی تر سره کولی.«رهین»لاړ خو ریښتینی افغانان به تل ورته
د کرکی او نفرت په سترګه ګوری.
د افغان اولس زړونود اُمیدغوټۍ وسپړلی او په دِ تمه
شول چی نوی وزیر به د کلتور وزارت د پردیو لهجو نه خلاص او
بیرته به يي په ملی ټر مینالوژی چی د افغانستان تاریخ او
اساسی قانون ورپوری تړلي دی ښایسته کړی.
کله چی ښاغلي خُرم صیب د چارو واږی په لاس کی
وخیسته نو همدسی وشول وزارت تر ډیره حده خپله اصلی بڼه
پیدا کړه.خو د افغان اولس د ژبی او کلتور دوښمانان غواړی
چی په یو نه یو ډول خپله فرهنګی او کلتوری اغیزه د خپلو
لاس پوځو په زریعه په افغانانو وتپی. د مطبوعاتو ډیرۍ
چلونکی چی د پردیو په غواړو مست دی د نفاق همدی اور ته لمن
وهی او په خپلو خپرونو کی افغانی ټرمینالوژی چی د کالونو
کالونو را پد یخوا مطبوعات ورباندی ښکلی ؤترغټه ډبره لاندی
او پرځای يی بهرانی توری په خپلو مطبوعاتو کی کاره وی .خو
د لوی ځیښتن په فضل سره په اساسی قانون کی هرځه ته پاملرنه
شوی ده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت چی په سر کی یي ښاغلي
خُرم ځای لری د اساسی قانون په رڼا کی ټولو مطبوعاتو
اوخپرندویو ټولنو ته خبرداری ورکړ چی ملی ټرمینالوژی په
پام کی ونیسی او خپلی خپرونی دِ د افغانی کلتور سره برابری
کړی، خو سرغړونکو د خپلو بادارانو د خوښۍ په خطر په اساسی
قانون پښی واړولی او د خپل دریځ څخه یی د بدلون اټکل نه
درلود نو دا وه چی ښاغلي خُرم څوتنه عادی مامورین د څو
ورځو په کسر معاش کولو سره ونازول او د قانون د ۱۶مادی
دراناوی يي وکړ.
ښاغلي خُرم او بل هر وزیر دا حق لری چی په خپله
اداره کی د قانون پلی کولو د پاره ګوټلي ګامونه واخلی خُرم
صیب چی د قانون عملی کولو د پاره کوم کار کړي ټول افغان
اولس ورسره ملاتړۍ دی او ټول افغانان د خدایه غواړی چی
افغانی مطبوعات که هغه ورځپاڼی،مُجلی،راډیوګانی اویا هم
ټیلویزونونه دی د بهرانیوله اغیزه خلاص او سوچه افغانی
خپرونی خپلو هیوادوالو ته که هغه د ملک دننه او یا بهر دی
وړاندی کړی.
خو د پرلمان یاغیانو ته بیا خدایج ورکړه څکه چی یو
کس قانون پلونکۍ پیدا شو او که چیری خپلی مخی ته پاتی شی
بیا دا پالونکی ډیریږی او د جنګ سلارانو ژوند او چوکۍ ته
بی شمیره ګواښونه پیدا کیږی او دا د انسان فترط دی چی کله
خپل ژوند او قدرت په خطر کی و وینی نو غلۍ نه شی پاتی
کیداۍ څکه که نن د اطلاعاتواوکلتور وزارت د اساسی قانون
پالنه وکړه بله ورځ د عدلي وزارت او لویه څارنوالي د اساسی
قانون په رڼا کی جنګی مجرمانوته محکمه جوړه وی او ټول جنګ
سلارن ورته راکاږی نوڅکه خو جنګ سلارن د حق او قانون ناره
خلکو ته په ستونی کی ور وچه وی او که څوک يي بیا هم تر
خوله وباسی نو هغه کس مجبور دی چی پرلمان ته ورشی او د حق
ناری استلو او قانون پلی کولو جرآت تشریح او د بیا چوپ
پاتی کیدو د پاره ډیری پټاکی او اخطارونه واوري.
دِ دواړو پیښو ته په کتنو سره پرلمان خپله اصلی
مُوخه ورکه کړی او په بله راون دی ټول کړه وړه يي برعکس دی
قانون پالونکو ته سازا او ماتونکو ته انعام غواړی
چی مونږ داسی کسانو ته د شرمه ډکه راتلونکی غواړو
«ځــــــــــدراڼ»
بیرته شاته