|
|
|||||||||||||||||||||
|
|
په علامه د سپرلي پوهی شوم******** پیغلو ټومبلي په اوربل کې سره ګلونه
راشه بهاره! راشه د ښایست بهاره ښار در ته په تمه دی ټوک ټوک په خزان دی او ګلزار در ته په تمه دی وچــو ورشوګــــانو ته اوبه د رحمت راوله ښکلي ګودرونو کړه چنار در ته په تمه دی زلفو د نښـــــــترو ته تیل د رنځیړو۱ ور کړه ځیړۍ په ګډا راوله سپیدار در ته په تمه دی مستې نغمې جوړې کړه غزلې پکې ناوې کړه سور ور کړه محفل ته چې ګیتار در ته په تمه دی ټولې د هر کلي سندرمارې چمبې مارې کړه ستوني یې تازه کړه یکازار در ته په تمه دی ډوب یې کړه نیشه یې کړه غمونه ورنه وشړه ورک یې له خپل ځانه کړه خُمار در ته په تمه دی
ښــــار ته د مینو ارزاني د ښــــــــــــکلا راوله زړه کې د «ځــدراڼ» یو لوی بازار در ته په تمه دی
په مینه «ځــــــــــدراڼ
۱ رنځیړه هغو تیلو ته وایې چې د نښتر او لمنځو د لرګیو ځخه د اور د تودوخي په نتجه کې لاس ته راځي
|
||||||||||||||||||||