|
|
|||||||||||||||||||||
|
|
۲۰ـ۰۳ـ۲۰۰۸ نوروز۱۳۸۷كال ستا لاشك دى كوم نوروز او كوم اخــــتر دى كوم سرور؟****د افغــــــان په كـــــور ماتم دى لور په لور كشتارگاه يې جوړه كړې زده كړې كانــــدي****زموږ د نســــــــل نابودي كـــــــوي په زور دا د چا په لاس د وركړو پاكــــــه ربــــــــه****نه يې شـرم نه حيا شــــــــــــــــته نه پېغور له پايزار سره په سترگـــــــــو كې راخېژي****لاس تړلي ورته ناست ېـو په خپل كـــــــور ما ليـــــــــــــــــدلي د دنيا سړي خواره ډېر****خو په ټولــــــــــو كې دا يو وخوت خونخور په دجال پسې روان دي دا مړ سترگـــــــــي****په دنيـــــــا اواخيرت يې كـــــــــړې مختور پاكه خدايه ته په خپله سزا وركــــــــــــــړه****په خالي لاس به موږ كوم يو كــړو نسـكور پخوانى كفنكــــښ ښه و اجــر وركــــــړې****اوسنى هـــــــــم كفن وړي هم څه كړي نور د حســــاب ورځ ده راتلـونكـې صبر وكړئ****تل به نه وي د فــرعــــون لښــــــــكر خپور په پڅ تېغ يې تر نيمى پورې حلال كـــــــړم****ستا لا شك دى بسـمل سپين وي او كه تور
|
||||||||||||||||||||