پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ويديويي سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

 

همت الله امين زى

 

دتدبيرونوسره لوبې کوم!

محمودخولاپخواڅوکاله وړاندې دپخواني شوروي اتحاددتجاوزپروړاندې دجهادپه اوږدوکې خپل خوږژونددهېواداوخلکوڅخه

 ځارکړي وو، دوه ځامن اويوه ميرمن ترې پاتې وو، مشرځوي يې سمير وو چې اوس مهال اتله لس کلن او ورپسې دوهم اوکشرى ځوي يې

 کبيرنېږدي پنځه لس کلن کېده . سهاراونيمې نيږدې اته بجې وې،بيجاره مور،دځوي له غمه يوه خوا بله خوامنډې رامنډې وهلې،دژمي

 لومړۍ ورځې وې ساړه ډيرشوي وو،ښايي ځوي به يې کبيرهم دسړوله امله ناروغ شوى وو،څه يې کړي وى يوځوي سميريې په مزدوري پسې

 ورک وو او دتل په څېر ناوخته کورته رارسيده اوسبابه بياهم دوخته خپل کارته تللو،په همدې تلوسه کې وه چې څه بايدوکړي،ځوي

 بايدترډاکټره اوترروغتونه ورسوي،ديوه ګاونډي ور يې وروټکاوه،خورې ځوي دې کورکې شته چې په دې موټرکې ځماځوي راسره

 ترروغتونه ورسوي؟ بل وريې وټکاوه خورې خاونددې په کوردى چې په دې موټرکې موځماځوي راسره ترډاکتره ورسوي؟ موټريې

 پيداکړ،يوکسي چلوونکي ددوي په کوڅه کې له خپل موټرسره تيريده اوتردوي وړاندې کورته دسودارسولوپه موخه راغلى وو، ويې

 دراوه،وروره! ځوي مې ښه دى ماخوترداروغتونه پورې ورسوه ؟ خيروسي وروره سل کلن سي دمورارمان دي درباندې پوره شه دغسي سره

 ډيرشوهيڅ نه پوهيږم څه وکړم ډاکټرته يې غواړم بوځم. ټکسي چلوونکې خپله اجوره ورته وويله سره جورشوه ځوي يې له خوارانيولي

 ترموټره پورې راووست،اوپه موټرچلوونکي يې غږوکړ،ځه وروره حرکت وکړه لږاوچته لاړشه؟ موټروخوځيداوهسي په دوره ډېرلري لاريې

 ونيوه اودروغتون په لاره اولوري يې لارونيوه دې بياپرې غږوکړوه وروره مادرته وويل چې لږاوچت لاړشه دځوي حال مې ښه نه دى داته

 چېرته روان ته غواړې چيرته موږبوځې؟ ټکسي چلوونکي په ډيرپه خواره ژبه ورته وويل مورجانې په دغه لارځم که وکولى شم تاسوپه

 غوښتنه لږڅه زرورسېږم. دې يې بياپه خبروکې مداخله وروکړه خودغسې لاړشه چې نيږدي وى اوژر رسېدلي واي. ټکسي چلوونکي

 بيادپخواپه ډول په خواره ژبه ځواب ورکړ،مورجانې دغه لارخودغه پاس کانتيننتال هوټل ته راغلې ده، اوس به بياکوم څوک راځي اويابه

 ځي دغه لاره خودامهال بنده وي زمونږدتګ خو نه خو دژر رسېدولپاره به ډېره ستونزمنه وي دغه لاره بياهم لږڅه ښه ده،ودمورپکيرې

 برخې،دغه لارهم بنده وه. موربېچاره دځوي حال اووضيعت په دې ډول خراب نه شوى ليدلى اونه يې شولى منلى له موټره کوزه شوه اوپوليس

 ټرافيک ته يې په زاريوپيل وکړ، اې وروره خيردې مونږته اجازه راکړه زماځوي ښه نه دى غواړم هغه ترډاکټره پورې ورسوم ، هيله کوم اې

 وروره! ځمادځوي ژوندوژغوري،زه زارۍ درته کوم خيردى اې وروره. ورورڅه کړي واى هغه ته خوهمداسې امرشوى وو چې کله حضرت

 صاحب مجددي دمشرانوجرګې په لورپارلمان ته تلو او يا نور مشران تيرېده نو دتل په شان لاره بندوۍ اوهېڅوک هم مه پرېږدي چې په هغه

 شيبه چې ترڅودددوي موټرپناه کېږي په دې لاره تيرشي. څه چې کېده هغه وشوه نېږدې له نهونه هم تېرې وې چې موټر راغله

 اودپوليسودموټروغږوزوګ سره ډيرشوټرافيکوهم سره ځانونه وښورول،هرنګډونه ډېرشول بمان اونمان غږونه پکې راپيداشول. شيبې

 نورې هم تيرې شوې لاره کرار،کرارخلاصه شوه موټرسره په حرکت شول ته يې له مامخکې کوه زه له تاهريوه غوښتل ځان تربل وړاندې خپل

 مقصدته ورسوي نوهڅه يې کوله اوداهڅه خاصه نه وه هريوه همداغوښتل چې ګړندى لاړشي. ټکسي چلوونکي څه کړي وى ده هم هڅه کوله

 ترکومه يې چې وس رسېده نه يې دريغوله ځکه دى هم يوې مړۍ حلالې پسې راوتلى وو،ټکسي چلوونکى په ميرويس ميدان

 راوګرځيداونېږدي دهمزنګ ته رسېدلي ووهڅه يې کوله ځان ژرترروغتونه ورسوي جوي شيرنومې سيمې ته ورسيددامهال نهه نيمې بجې

کيدونکې دي. بياټرافيک ولاړاووايي چې داسړک خويواځې له هغه لوري دى تاسي بايدهسې په شاهي دوشميره ولي راوګرځي

 اودکلتوروزارت له مخې تيرشي اوبياځان دافغانانوته ورسوي چې بياوړاندې ترې دانتاني اوجمهوريت روغتونونه دي وبه رسېږي. څه يې

 کړي واى مجبور بيا روان شو له شاهي دوشمشيره ولي تيرشو کله چې داطلاعات اوکلتور وزارت ته رسېږي بياټرافيک وايي چې داسړک

 خوداسې دى چې يواځي له هغه لوري موټرراتلاى شي تاهسې لاړشي هسې راوګرځي اوبيادملک اصغرڅلورلارې باندې مخامخ لاړشي وبه

 رسېږي. ټکسي چلوونکي بياهم هڅه کوله له يوه نيم څه مخکې شي اوڅه ناڅه ګړندى روان وو ګوري چې بيالاره بنده ښکاري اوموټريوپه بل

 پسې ولاړدي،پوښتنه پوښتنه يوه بل ته ورغږيږي وروره داسړک څومره وخت کيږي چې بنددى. چاځواب هم نه ورته وايه ځکه هريوه په خپل

 مو‌ټرکې ځان سره په چرت کې تللى وو. خوچاره يې نه لرله ځکه غږپسې وو وروره څنګه ده لاره خلاصيږي ځماځوي ښه نه ده. ته وګوره دالته له

 کوم چاپوښتنه وکړه چې څنګه لاره خلاصيږي. ټکسي چلوونکي له موټرڅخه راښکته شو،لږڅه وړاندې لاړيوه صراف ته ودرېدکوم يوه چې

 پېسې هم بدلولې اودموبايل کارتونه هم ورسره وو، ترې ويې پوښتل چې دالاره ولې بنده ده هغه هم چې ډيرستړي ښکاريده ويې ويل چې

 دالته دغه سريناهوټل ته کرزى صيب راځي لاره يې لږڅه مخکې دهغه لپاره بنده کړه. څوشېبې نورې هم تيرې شوې کرزى صيب هم راغى

 اوهوټل ته ننوت لاره خلاصه شوه بياهم ټرافيک يوه بل ته لاس ښوراوه ته لاړسه ته مه ځه وړاندې ځي دملک اصغرڅلورلارې ته چې نيږدي

 کيږي ايساف ځواکونولاره بنده کړي اويوه څيلۍ تقريباً لس دولس موټريوپه بل پسې روان اودټانګونوځينې يې پورته رااوچتي شوي سرې

 سرې تنې معلومېږي چې توپک ورسره اوهره شېبه دې ته چمتودي چې دکوم بيچاره اومظلوم افغان ژوند ترې واخلي اوهمداوايي چې مه

 رانيږدې کېږي چې خطرلري دامهال نو له لسوهم څودقيقي نورې هم تيرېږي. موټرچلوونکى له ملک اصغرهم تيرېږي اوبلاخره څه څه باندې

 لس بجې جمهوريت روغتون ته رسېږي خو ...

خوهلته ډاکټرصاحب چې کله راځي اودتداوي کولوهڅه پيل کوي ګوري دناروغ نه بلکې ... بلکې ديوه مړي دجسدتبه ګوري چې پوره ديرش


 دقيقي مخکې يې له نړۍ سره مخه ښه کړې. هيڅ تدبېردتقديرپه وړاندې څه ځاي ونه نيوه، څه چې کيده هماغه وشوه. هغه ښاپېرۍ نغمه هسې وايي:

دتقديرونوبدلول مې زده کړل

دتدبيرونوسره لوبې کوم

 

 

 

 

بیرته شاته

 

Copyright © AtalAfghan.com 2007

Design by: Samsoor

Webmaster[at]AtalAfghan.com