پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ويديويي سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

 

زه او ته

 

زه مينه له تا سره په زړه کې

زړه په کړاو کې

او کړاو ستا لپاره

خوښوم

زه غم په ارامي کې

ارامي په شپه کې

شپه په بستر کې

او بستر ستا لپاره د فکر کولو په خاطر

خوښوم

زه پسرلی دهغه د ګلونو  او رنګينيو لپاره

ژوند د هغه د ښکلا لپاره

او ښکلا د هغه د خالق لپاره

هغه خالق چې ته يې پيدا کړې يې

خوښوم

 

 

رفيع الله ستانکزی

 

 

 

 

 

بیرته شاته

 

Copyright © AtalAfghan.com 2007

Design by: Samsoor

Webmaster[at]AtalAfghan.com