|
|
|||||||||||||||||||||
|
|
۰۵ـ۰۵ـ۲۰۰۸ ځورېدلوپښتنو ته يو په زړه پورې زېرى
د گران افغانستان پلازمېنې كابل ته دځورېدلو پښتنود يوالي لپاره د پښتنولمړنۍ جرگه رابلل شوې ده محمدامين بســــمل
په ماگرانوځورېدلو افغانانو! تاسوته زېرى دركوم چې پښتانه د يوكېدو په حال كې دي دهمدې منظور لپاره د روان كال د غويي دمياشتې په ۱۹ نېټه چې د مى د مياشتې له اتمې نېټې سره برابره ده د پښتنو يوه لويه غونډه پـلازمېنې كابل ته رابلل شوې ده چې، د لـويې جرگې په كېږدۍ كې به غونډه وكړي د گـــران هېواد له هر گوډڅخه ورته د څلورو زرو په شاوخوا كې پښـــــتانه رابلل شوي دي همداراز له بهر څخه هم زموږ پښـتانه وربلل شوي دي چې ښاغلى ډاكتر صاحب رستار تركى يې هم په مينځ كې دى داغونډه به په لمړي گام كې د پښـتنو پيوستون راولي اوپه دوهم گام كې به افغان دولت او نړيواله ټولـنه دې ته وهڅوي چې د جگړې لاره پرېږدي په روانه جگړه كې خو په لوى لاس د پښتون كور ورانېږي، بايد ژرتر ژره د سولې لاره ونيوه شي تر څو په هېواد اوسيمه كې وگړي په ارام ډول ژونـد وكړي يادونـــــــه: ۱ـ نوموړې غونډه د موسسينو دشورا له خوا رابلل شوې ده، په نوموړې شورا كې ۵۱ يو پېنځوس كسان گـډون لري چې د لـويې پكـتيا سناتور ښاغلى باختر امين زى يې مشري په غاړه لري . ۲ـ كه تاسو كومه پوښتنه لرئ په لاندې شمېره اړيكه راسره ونيسئ: 0049-173 470 83 88 خدايه پښتون يوكړې امين په ډېر درنښت محمدامين بســـمل
|
||||||||||||||||||||