پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

دواړه رنګین

دواړه په مینه مینه روان دي او د فضا په ښکلې، صافه، آزاده او سمسوره غیږه کې د خپلې بریا په لوري سفر کوي. کله کله خو په داسې یوه بې مثاله انداز سره خپلې موسکاوې د ځمکې خلکو ته رالیږي چې زړه وړونکي تصویرونه یې یوازې د ځیګر د ګرانښت په وریښمیني بوخڅو کې ځای نیسي.
یو ځلې خو داسې ښه ورته وګوری څومره ښکلي رنګونه یې له نڅاوو سره یو ځای د لمر وړانګو ته یوه او بله خوا اوړي په داسې شکل چې آن د آسمان غیږې ته یې هم د خپلې ښکلا برخه ورکړې ده. کله کله دواړه له نږدې د زړه خواله سره کوي، د بریالیتوب لاسونه یو بل ته غزوي او په یوه ځانګړي ترنم د خپلو ویاړونو سندرې زمزمه کوي. خو کله کله بیا د مستیو په داسې یوه رنګین ټال سره جدا شي چې لیدونکي ورته هک حیران وي ته به وایې چې د مینې ټول کمالات ستر خاوند یوازې په دوی دواړو باندې لورولي دي.
هغه دي دواړه په منډه منډه د آسمان زړه ته د ختلو تکل کوي، هغه دي رنګونو یې د لمر له وړانګو سره یو ځای د پلوشو په ستر محل باندې د ښایست زنګون وهلی دی. هغه دي دواړه د بریا په لوري درومي، هغه دي دواړه د ښایست په سیالۍ کې د موسکاوو په پاسته ټال باندې زانګي او د خوښیو د الهامونو لړۍ یې د ځمکې له خلکو سره د زړه خواله کوي. څومره خوشحاله، څومره بریالي، څومره بختور او په پخپلو موخو کې څومره پرمخ تللي دي چې د هسک آسمان په لوري یې په ګډه سره د مزل هوډ کړی دی.
وی خدایه! دا څه پرې وشول، دواړه ګنګس شول، هغه دي زه یې ګورم دواړو د خوښۍ لاره پریښوده، دواړو د یووالي لاره پریښوده، هغه دي له دواړو څخه د بري لاره ورکه شوه، هغه دي دواړه د پرمختګ له یون څخه کاږه شول او هغه دي دواړه د شنه آسمان په لوري د مزل په ځای له یوه او بل څخه ګرد تاویږي او زور وهي.
ویښی خدایه لکه چې رالویږي، نه نه زه یې نه منم، زه خو یې رالویدل نه شم زغملی، دا خو مخ په ځوړ را روان شول، او هو دا څه فساد پرې وشو؟ چا یې د ښکلا په کاروان وار وکړ؟ چا یې د ښایست نندارې په سترګو کړې؟ دوی خو د آسمان په لوري د روښانه یون هوډ کړی وو، دوی خو مخ پورته روان وو، دوی خو خوښ او بریالی وو.
ای ستره واکمنه! دا څه پرې وشول هغه دي دواړه را لویږي؟لویه خدایه! نه ورته ښکلا پاتې شوه، نه ورته خوږې سندرې، او نه ورته د ناز ویاړونه تم شول، هغه دي زه یې وینم د دواړو مخونه څیرې پیرې شوي دي، نور یې نو سیل کوونکي له اوښکو څخه په ډکو سترګو یوازې د رالویدو لحظې شمیري، ماشومان هره خوا منډې وهي چې که چیرې یې د هغه د رنګینو جامو کومه ټوټه را پیدا کړه.
دواړه رنګین کاغذپرانونه هغه مهال په دې لویه بدبختۍ ککړ شول کله یې چې د یووالي او ښکلا پر ځای ښکر سره اړم کړل، د بیلتون، زور وهلو ، نفاق او بدبختۍ لاره یې و نیوله.


چهارشنبه ۳ / ۵ / ۱۳۸۶ ه ل ۲۵ / ۷ / ۲۰۰۷ م کابل/ افغانستان

بیرتـه شــاتـه

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor.Com Webmaster[at]PashtoDeewa.com