ژبه د قران
مجيدله نظره
د الروم سورته په ۲۲ ايت کي داسي لولو
ومن ايته خلق السموت و الارض و اختلاف السنتکم و الوانکم
ان في ذالک لايت للعليمين
ژباړه. او ځيني له لنښو او قدرت د دغه الله پيدا کول د
اسمانونو او پيدا کولو د ځمکي او اختيلاف دي
د ژبو ستاني او بل اختيلاف دي د رنګونو ستايني. بي شکه په
دغه اختيلاف کي خامخا ډيري نښي د قدرت
دي لپاره د عالمانو پو حانو.
تفسير ګرد انسانان يي له يوه مور او پلار څخه پيدا او سره
يي ومخلوط او ميشته او د ځمکي په ټولو
نقاطو کي يي خپاره کړل . د هر يوه ژبه او وينايي سره بيله
کړه .
که د يوه مملکت سړي بل مملکت ته ورشي، د ژبي په اعتبار محض
پر دي او اجنبي ښکاري .
بيا وګوري چي د دنيا له شروع څخه تر نن ورځي پوري څومره بي
شماره انسانان پيدا شوي دي؟
مګر هيڅ يوه داسي جوړه انسانان نه پيدا کيږي چي د هغوي
شونډي ، لهجي، تلفظ د تکلم طرز او نور
حظايف سره يو شان وي . هم هغسي چي د هر انسان شکل او صورت
او رنګ او نور سره جلا او محتاز دي ،
غږ او شونډي او لهجي يي هم بيخي سره بيل دي
هیڅ یوه داسی دوه انسانان نه پیدا کیږی چی د دوی غږ او رنګ
هییت او وضعیت کی کومه بیلونکی علامه او نښه نه وی د عالم
له ابتدا څخه ترتن ورځی پوری نوی نوی صورتونه
او د وینا او تکلم نوی نوی حالات لیدل کیږی. او سره له هغه
د الله تعلی خزانه هم هغسی ډکه پرته ده. په واقع کی دغه د
الله تعلی لوی قدرت څخه څومره یوه لویه نښه ده؟
یادونه که څوک وایی چی پښتو یواځی د دوزخ ژبه ده . دغه
خبره د پورتنی ایت د روښانه حکم پر اساس له بنستیه غلط دی.
دا په دا چی هره ژبه د لوی خدای د خلقت نښه ده او
له دی امله هیڅ یوه ژبه پر بلی ژبی لوړتیا او سپیڅلتیا نه
لری. هر چاته خپله ژبه سپیڅلی او ارزښت لرونکی ده لکه
هومره چی بلچا ته د هغوی ژبه ارزښت او سپیڅلتیا لری.
که څوک دا وایی چی په جنت کی یواځی عربی ژبه واکمنه ده. دا
خبره هم هیڅ د منلو وړتیا نه لری . په جنت کی هر چاته خپله
ژبه ده او هر څوک به خپله ژبه
غږیږی او په دوزخ کی هم همداسی. په دی نړی کی هر چا چی
خپله ژبه څومره وروزله او اوپا لله هغومره د ارزښت او
سپیڅلتیا وړتیا مو چی. دا خبره د پورتنی ایت
پر مخ هم د ویلی وړ ده چی چا چی د خپلی ژبی په پلوۍ د بلچا
ژبی سره دښمنی په نامه د شیطان پر لباره تک ګڼل کیږی. او
څوک چی د شیطان لیاره روان وی
هغه د لوی خدای دښمن دی. هیله ده پښتانه دا ټکی هم د دی
ټکی سره چی ژبه د افهام او تفهیم وسیله ګڼی یو ځای کړی او
نور دی خپله ژبه هسی ور وزی او ویالی
لکه چی دوی د اسلام په نامه له خپلو سرو نور او مالونو
تیریږی او جنت په خاطر سر ښندنی کوی