| | |
  Time [GMT +] : 09 Jul , 01:59:38 | |
10 Jun 2008   04:52:19 am
د اسلام له نظره د ماشومانو ځورول
ځواب: د. هاني بن عبدالله الجبير (د مكې مكرمې د محكمې قاضي
ژباړه: امين الله عادل
پوښتنه:
محترمه هيله ده، چې د اسلام له اړخه د ماشومانو د جسمي، ذهني، جنسي، عاطفي او.... ځورنې په اړه معلومات راكړې، مهرباني به مو وي.
ځواب:
اسلام د هغه ذات دين دى، چې انسان يې د ځمكې پر سر پيدا كړى او د هغوى ګټې او مصلحتونه تر بل هر چا هغه ته ښه معلوم دي. په اسلام كې هر هغه څه منع او حرام دي، چې د مهربانۍ، اصلاح او عدل سره په ټكر كې وي. اسلام د تعذيب او ځورونې په اړه خپل دريځ اعلان كړى، د ماشومان هر ډول ځورول يې منع كړي او امر يې كړى، چې ماشومان بايد په غوره توګه وروزل شي. الله د سورت نحل په ۱۲۵ آيت كې فرمايي:"د خپل رب لارې ته په حکمت او غوره نصیحت سره بلنه کوه او په هغه طریقه ورسره بحث کوه، چې تر ټولو غوره وي" عايشې(رض وايي: "نبي كريم (ص هېڅ شى په لاس نه دي وهلي، نه يې ښځه او نه يې هم خادم وهلى، مګر چې د الله په لار كې يې جهاد كاوه".
له انس بن مالك څخه روايت دى، وايي:"ما لس كاله دنبي كريم (ص خدمت وكړ، خو په الله قسم، چې يوځل يې هم (اف نه دى كړى او نه يې هېڅكله دا راته ويلي، چې دا دې ولې كړي او هغه دې ولې نه دي كړي؟". (بخاري او مسلم.
د ماشوم د عاطفي او نفسي پالنې په اړه په حديث كې راغلي، سهل بن سعد (رض وايي، چې رسول الله ته د څښلو لپاره څه شى راوړل شول، هغه ترې وڅښل. په ښۍ خوا كې يې ماشوم او په كيڼ لوري كې يې سپېنږي ول. بيا يې ماشوم ته وويل:"ستا اجازه ده، چې دغو مشرانو ته يې وركړم"؟ ماشوم وويل:" نه، په الله قسم چې خپله برخه ستا پرته بل هېچا ته وركول نه خوښوم"... نبي كريم (ص له ماشومانو سره د ستر سړي په څېر چلند كاوه. درناوى، شفقت او درناوى يې كاوه. همغه وو، چې كله حضرت خديجې خپله ټوله شتمني د حضرت محمد (ص په واك كې وركړه په دې كې زيد بن حارثه د خديجې غلام هم ؤ، هغه يې آزاد كړ او كله يې چې پلار ورپسې راغى، چې له ځان سره يې بوځي، زيد بن حارثه انكار وكړ او تر خپل پلار يې نبي كريم (ص غوره او ښه وباله او له همغه سره يې ژوند غوره كړ. جنسي تېرى په اسلام كې سخت ناروا دى، له خپلې مېرمنې پرته بايد له هېچا سره نه په خوښه او نه هم په زور سره ناوړه اړيكي ونه نيول شي. ځكه خو له ماشومانو سره دا ډول اړيكي نيول پر هغوى تېرى ګڼل كېږي. او دتاديب لپاره هغه مهال د ماشوم وهل جايز دي، چې پرله پسې وعظ، نصيحت او پسته خبره څه اغېز ونلري او دا وهل هم شروط لري، چې په لاندې ډول دي:
لومړى:وهل بايد له لس كلنۍ وروسته وي او كوم ماشوم چې له لس كلنۍ څخه لږ عمر ولري دهغو وهل روا نه دي. رسول الله (ص فرمايي: "كله مو چې ماشومان اووه كلنۍ ته ورسېږي، هغوى ته امر وكړئ، چې لمونځ وكړي او كله چې لس كلنۍ ته ورسېږي بيا يې د لمانځه د نه كولو له كبله ووهئ".(ابوداود
دويم: بايد ماشوم له لسو لښتو زيات ونه وهل شي: نبي كريم (ص فرمايي:"له لسو لښتو زيات بايد ونه وهل شي، مګر چې حد يې الله معلوم كړى وي". (بخاري. يانې ماشوم بايد يوازې درى لښتې ووهل شي.
دريم: د وهلو درد او څړيكه بايد له پوستكي كښته نه شي، هم بايد يوازې په يوه ځاى په تكراري ډول ونه وهل شي، نه بايد كلك ووهل شي، نه بايد ټپي شي او نه هم بايد په ناروغۍ كې ووهل شي.
څلورم: پر مخ او سر بايد ونه وهل شي او نه بايد داسې ځاى ووهل شي، چې ضرر لري، نبي كريم (ص فرمايي: "كه مو څوك وهل نو پر مخ يې مه وهئ" (ابوداود او په بل ځاى كې فرمايي: "كه څوك خپل ورور وهي نو پر مخ يې بايد و نه وهي".
پنځم: دوهلو موخه بايد غچ او انتقام نه وي، بلكه وهل بايد د اصلاح، تاديب او د تېروتنې د مخنيوي لپاره وي.

http://www.islamtoday.net/questions/show_question_content.cfm?id=63217
  Comments  :  [0]  |  Category : General    |   admin  :  By
12 May 2008   06:41:46 am
دوه مـاشـــومــان
يو ښكلى او نوى موټر په تيزۍ سره په كلي كې تېر شو، د تېرېدو په حال كې د موټر ښيښه كښته او په موټر كې سپاره ماشوم د جوسو كوتى بهر ته را وغورځاوه، د كلي يو ماشو ورمنډه كړه او نوموړى تش كوتى يې را واخيست او خورا ډېر ورته خوشاله شو. له خوشالۍ يې تر ډېره ځايه پورته پورته ورتل او نوموړى كوتى يې په خپل لاس په ډېره خوښۍ سره اړاوه او را اړاوه. په دې نه پوهېده چې دا به څه شى وي، خو په خپل ساده زړه كې په دې ډاډه و، چې دا ډېر ارزښتناك څه دي، او په زړه كې يې له بخت څخه خوشاله شو چې داسې ښكلى څه يې ور په برخه كړل. ښايي په زړه كې به يې ډېر خيالونه او هيلې را ټوكېدلې وې، خو تر ډېره دغه ماشوم له نوموړي كوتي سره لوبې وكړي، كله به يې يو او بل لاس ته كړ او كله به يې هم ټينګ په خپله سينه پورې ونيو. بيا به خاورو كې ورسره و لوغېده او وبه لوبېده. د ژوند توپير ته فكر يووړم، چې ته وګوره د موټر ماشوم دغه جوس له دكان څخه را اخيستي، جوس يې وڅښل او كوتى يې بې ارزښته وباله او له موټر څخه يې كښته را وغورځاوه، خو دغه بل خواركي ماشوم. په دې نه پوهېده چې دا د جوسو كوتى دى او په دې كوتي كې د څښلو لپاره ډېره خواږه جوس وي او هغه څښل كېږي او دغه تش كوتى كوم ارزښت نلري.
خو په زړه كې مې راجوړه كړه ښه دى چې دا ماشوم د جوسو له خوند څخه نه و خبر او كه نه، بيا به يې دغه لوبې كله كړې واى اوكېداى شي ددې كوتي په ليدو سره په ژړا خپل بېوزله پلار ته ورغلى واى، چې ماته هم جوس واخله، بيا به هغه غريب د جوسو پيسې له كومه كولې

امين الله عادل
  Comments  :  [0]  |  Category : ليکنې    |   admin  :  By
12 May 2008   06:41:46 am
دوه مـاشـــومــان
يو ښكلى او نوى موټر په تيزۍ سره په كلي كې تېر شو، د تېرېدو په حال كې د موټر ښيښه كښته او په موټر كې سپاره ماشوم د جوسو كوتى بهر ته را وغورځاوه، د كلي يو ماشو ورمنډه كړه او نوموړى تش كوتى يې را واخيست او خورا ډېر ورته خوشاله شو. له خوشالۍ يې تر ډېره ځايه پورته پورته ورتل او نوموړى كوتى يې په خپل لاس په ډېره خوښۍ سره اړاوه او را اړاوه. په دې نه پوهېده چې دا به څه شى وي، خو په خپل ساده زړه كې په دې ډاډه و، چې دا ډېر ارزښتناك څه دي، او په زړه كې يې له بخت څخه خوشاله شو چې داسې ښكلى څه يې ور په برخه كړل. ښايي په زړه كې به يې ډېر خيالونه او هيلې را ټوكېدلې وې، خو تر ډېره دغه ماشوم له نوموړي كوتي سره لوبې وكړي، كله به يې يو او بل لاس ته كړ او كله به يې هم ټينګ په خپله سينه پورې ونيو. بيا به خاورو كې ورسره و لوغېده او وبه لوبېده. د ژوند توپير ته فكر يووړم، چې ته وګوره د موټر ماشوم دغه جوس له دكان څخه را اخيستي، جوس يې وڅښل او كوتى يې بې ارزښته وباله او له موټر څخه يې كښته را وغورځاوه، خو دغه بل خواركي ماشوم. په دې نه پوهېده چې دا د جوسو كوتى دى او په دې كوتي كې د څښلو لپاره ډېره خواږه جوس وي او هغه څښل كېږي او دغه تش كوتى كوم ارزښت نلري.
خو په زړه كې مې راجوړه كړه ښه دى چې دا ماشوم د جوسو له خوند څخه نه و خبر او كه نه، بيا به يې دغه لوبې كله كړې واى اوكېداى شي ددې كوتي په ليدو سره په ژړا خپل بېوزله پلار ته ورغلى واى، چې ماته هم جوس واخله، بيا به هغه غريب د جوسو پيسې له كومه كولې

امين الله عادل
  Comments  :  [0]  |  Category : ليکنې    |   admin  :  By
06 May 2008   09:07:29 pm
ځورېدلوپښتنو ته يو په زړه پورې زېرى
۰۵ـ۰۵ـ۲۰۰۸ ځورېدلوپښتنو ته يو په زړه پورې زېرى

د گران افغانستان پلازمېنې كابل ته دځورېدلو پښتنود يوالي لپاره د پښتنولمړنۍ جرگه رابلل شوې ده
محمدامين بســــمل

په ماگرانوځورېدلو افغانانو!
تاسوته زېرى دركوم چې پښتانه د يوكېدو په حال كې دي دهمدې منظور لپاره د روان كال د غويي دمياشتې په ۱۹ نېټه چې د مى د مياشتې له اتمې نېټې سره برابره ده د پښتنو يوه لويه غونډه پـلازمېنې كابل ته رابلل شوې ده چې، د لـويې جرگې په كېږدۍ كې به غونډه وكړي د گـــران هېواد له هر گوډڅخه ورته د څلورو زرو په شاوخوا كې پښـــــتانه رابلل شوي دي همداراز له بهر څخه هم زموږ پښـتانه وربلل شوي دي چې ښاغلى ډاكتر صاحب رستار تركى يې هم په مينځ كې دى داغونډه به په لمړي گام كې د پښـتنو پيوستون راولي اوپه دوهم گام كې به افغان دولت او نړيواله ټولـنه دې ته وهڅوي چې د جگړې لاره پرېږدي په روانه جگړه كې خو په لوى لاس يوازې پښتانه وژل كېږي نوځكه بايد ژرتر ژره د سولې لاره ونيوه شي تر څو په هېواد اوسيمه كې وگړي په ارام ډول ژونـد وكړي
يادونـــــــه:
۱ـ نوموړې غونډه د موسسينو دشورا له خوا رابلل شوې ده، په نوموړې شورا كې ۵۱ يو پېنځوس كسان گـډون لري چې د لـويې پكـتيا سناتور ښاغلى باختر امين زى يې مشري په غاړه لري .
۲ـ كه تاسو كومه پوښتنه لرئ په لاندې شمېره اړيكه راسره ونيسئ:
0049-173 470 83 88
خدايه پښتون يوكړې
امين
په ډېر درنښت
محمدامين بســـمل
  Comments  :  [0]  |  Category : General    |   admin  :  By
06 May 2008   04:58:51 am
د كاڼي كرښې
ليكنه: الدكتور عوض القرني
ژباړه: امين الله عادل
كه د دنيا په محكمه كې چا درسره عدل او انصاف ونكړ، نو خپله دوسيه د آخرت محكمې ته وساته، هلته شاهدان ملايكې، دعوا محفوظه او قاضي تر ټول ستر عادل ذات يعنې الله (ج دى .
خوشاله يوه امانت شېبه ده، خفګان يې كفاره ده، غوسه نفرت دى، بېكاري سراسر تاوان دى او عبادت غوره تجارت دى.
څوك چې په خپله سينه كې د ايمان او ذكر باغ ولري، په ذهن كې د علم او پوهې چراغ ولري او په زړه كې تجربې او خاطرې ولري، نو داسې څوك دې په فاني دنيا نه خفه كېږي او نه نازېږي.
تاسې ولې د سپي غپا اورئ او د كوترې له مينې ډګ غومبر ته غوږ نه ږدئ؟ تاسې ولې د شپې تيارې ته ګورئ خو د ستورو له رڼا او د سپوږمۍ له سپينو وړانګو خوند نه اخلئ؟ تاسې ولې د مچۍ له چيچ څخه سر ټكوئ او د شهدو او عسلو بې ساري خوند هېروئ؟
كه ښځه د نړۍ پاچا شي، ټوله نړۍ يې تابع شي او هم بې شمېره وياړونه او جايزې ترلاسه كړي، چې خاوند ونه لري بيا هم مسكينه ګڼل كېږي.
د نېكمرغۍ كلي موسكا ده، مينه يې دروازه ده، خوشالي يې باغ او بڼ دى، ايمان يې رڼا ده او امن يې ديوالونه دي.
د بد پالۍ له خاوند څخه ځان ساته، ځكه ته به هغه ته د ګل ښكلا او ښه بوى ستايې او هغه به يې له اغزيو سرټكوي، ته به ورته د لمر وړاندې ښيې او هغه به يې له ګرمۍ شكايت كوي، ته به پاكې اوبه وركوې او هغه به پكې چټلي او حشرې پلټي.
هېڅكله غوسه مه كوه، ځكه د سړي حيثيت ته تاوان رسوي، په نورو ناوړه اغېز شيندي، راشه درشه ټپي كوي او تګ راتګ بندوي.
پر خپل ځان باور ولره او پر نورو تكيه مه كوه، داسې وګڼه چې هغوى ستا په ګټه نه دي، ستا ملګرى يوازې واحد ذات الله دى، نو تل د هغه ترخنګ اوسه او د نورو په خوشالۍ، سوكالۍ او شتمنۍ مه نازېږه.
ډوډۍ د يو ساعت خوښي ده، سفر د يوې اونۍ ساتېري ده، واده د يوې مياشتې خوشالي ده، مال د يو كال سوكالي ده او ايمان د ټول عمر نېكمرغي دي.
هر سړى په خپل كور كې امير او مشر دى، نه يې څوك مخه نيولى شي، نه يې څوك ځورولى شي، نه څوك پرې بخل كولاى شي.
ژوند هغه چانس دى، چې ارزښت يې هغه مهال را ته څرګندېږي، چې يو ځل مو له لاسه ووځي، روغتيا د روغو خلكو پرسر تاج دى، چې يوازې ناروغان يې په سترګو ليدلى شي.
تل منځلارى اوسه، هېڅ كله ځان مه څنډې ته كوه، الله خوښ ساته، په مخلوقاتو رحم كوه، فرض په ښه توګه ادا كوه او هم په نوافلو او مستحباتو سره د خپلو ښو پيمانه درنوه.
د الله ذكر او ياد هغه خوشاله كوي، انسان ته نېكمرغي وربښي، شيطان د خفګان په متروكه وهي، غمونه له بدن څخه شړي او د نېكيو تله درنوي.
ريښتيا ډاډ دى، دروغ شك او اندېښنه ده، حيا ساتنه ده، علم او پوهه ښه دليل دى، ښې خبرې ښكلا ده او چوپتيا حكمت دى.
سختي تاسې ته اسانۍ در په يادوي، لوږه خواږه خوراكونه در په يادوي، زندان د آزادۍ خوند په زړه كوي او ناروغي دې صحت او روغتيا خوند سترګو ته دروي.
درى څېزونه د ځان طبيبان وګرځوه: خوشالي، استراحت او پرهېز او درى څيزونه د ځان دښمن وګڼه: بدپالي، اندېښنه او ناهيلي.
د شپې په پاى د دعا په نيت را پورته شي، لاسونه د الله ته پورته كړه، د زړه له اخلاصه دعا وكړه او قبلېدو ته يې سترګې پر لاره اوسه او وايه يا الله زما د هيلو پېمانه پوره كړې.

  Comments  :  [0]  |  Category : General    |   admin  :  By
 
1 2 Next
Jun 2008 July 2008 Aug 2008
S M T W T F S
    1 2 3 4 5
6 7 8 9 10 11 12
13 14 15 16 17 18 19
20 21 22 23 24 25 26
27 28 29 30 31   
Categories
ليکنې[2]
General[5]
Recent
د اسلام له نظره د ماشومانو ځورول
دوه مـاشـــومــان
دوه مـاشـــومــان
ځورېدلوپښتنو ته يو په زړه پورې زېرى
د كاڼي كرښې
ونه او ماشوم
د ژوندښکلا
Archives
June 2008[1]
May 2008[5]
April 2008[1]
User List
admin[7]
Search
Syndication
Powerd by:
-- Atalafghan.com --