جغتو مهالنۍ
چاپ شوه
ګل آغا احمدي وردګ
د جغتو مدني او
کلتوري بهیر په ډیرې خوښۍ سره د (جغتو مهالنۍ) د پنځمې ګڼې
د چاپ اعلان کوي چې د وردګو او میدان د ولایت او بیا په
ځانګړي توګه د همدې ولایت د جغتو د ولسوالۍ د لیکوالانو
لیکنې د مینه والو مخې ته ږدي. د غه ګڼه د ۱۲ مخونو په
درلودلو سره د ۱۳۸۶ کال د وږي میاشتې په ۲۱ نیټه تازه له
چاپه راووته.
په دې ګڼه کې ډول ډول لیکنې خپرې شوې چې عنوانونه یې هسکې
ټیټې (سرلیکنه)، د مجبورۍ سپینه خبره، د ګوربت بندونه د
سیمې د سمسورتیا یوازینۍ لاره، د ټولنې د ودې لارې چارې،
اسلامي اخلاق د روښانه ژوند لاره، د پیاوړي لیکوال اروښاد
استاد محمد ارسلان سلیمي ژوند لیک، د لیوه په غوښتنه د
ځنګلي ټولنې ګډ پریکړه لیک، تږی د اوبو له مشک سره، د جغتو
د نوم تاریخي لرلید، شعرونه او نور ګڼ مطالب تشکیلوي.
د جغتو د مدني او کلتوري بهیر لارویان د هیواد له ټولو
لیکوالو څخه په ډیر ادب هیله کوي چې د خپلو خوږو لیکنو،
تعمیري نیوکو او رغنده وړاندیزونو په رالیږلو سره په دې
لاره کې د مرستې لاس راکړي. باید وویل شي چې په دې لاره کې
د بشپړ بري څوکې ته رسیدل ستاسو ښاغلیو د کلتوري او
هراړخیزې همکارۍ په مټ شوني دي نو هیله من یو چې د مرستې
به راکړی.
د جغتو مدني او کلتوري بهیر
بریښنا لیک:
gaghatumagazine@gamil.com
بریښنا پاڼه:
www.benawa.com/rasanay/jaghato
د تماس شمیرې: 0093799301833
0093707411946
0093799448195
بیرته شاته