دلنډو كيسو
ټولګه (هوا) له چاپه راووتل

"هوا"
په شمال كې د اسيرانو د ټولوژنې د ناورين انځور دى، چې له
لوستلو سره يې اوښكې ملې دي. ددې كيسې په لوستلو د هر سخت
زړي زړه د موم په څېر نرمېږي او سترګې يې د اوښكو په
تويولو د غمجن زړه څرګندونه كوي.
په شمال كې د ظالمو ټوپكسالارانو له خوا په كانټينرونو كې
د بې شمېره طالبانو بندول او وژل د بشريت د تاريخ له سترو
ناورينونو څخه دي، چې ښاغلي محمود نظري ددې ظلم انځور په
خورا ښه ډول كښلى او هېوادوالو ته يې ددغو جنايتكارانو له
مخونو د پردې لرې كولو هڅه كړې، چې د خورا ستاينې وړ ده.
دغه راز "هوا" يو شمېر نورې لنډې كيسې هم لري، چې لوستل يې
د لنډوه كيسو د مينه والو تنده ماتوي. لوستل يې پر تاسو.
بیرته شاته