|
|
« پښتانه هنرمندان » (لومړى ټوك) چاپ شو
حاجی نصیر ستوری په دغه کتاب کی د
حاجی نصیر ستوری له خوا د یوشمیر پښتنو هنرمندانو ژوند
ليکونه او په زړه پورى مالومات راټول شوى دی. داکتاب د
پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا خپور شوی او د چاپ چار ی ئې
دانش خپروندویې ټولنې تخينکي څانګی تر سره کړی. نصیر
ستوری د سريزی په یوه برښه کی د ټولو پښتنو هنرمندانو او
فنكارانو څخه هيله او غوښتنه كړی، چې خپلې لنډې پېژندګلوۍ،
نظرونه او د پښتني كلتور د ودې او پرمختيا لپاره
وړانديزونه د خپل انځور سره یوځای په لاندينۍ پته ماته
راولېږي، ترڅو د (پښتانه هنرمندان) نور ټوكونه او پښتني
كلتور په دغه ارزښتناكه شتمنۍ غني او د تاريخ پاڼې پرې
زرينې شي. د دغه کتاب سرليكونه
یی پدی ډول دي : سريزه ، استاد خيال محمد ، استاد شاه ولي
، استاد ګلزار عالم ، استاد بختيار ، ماس خان وصال ، شاه
ځوان منور ، مېرمن ګلشن ، بريالى صمدي ،مېرمن هما (مينه
افغان) ، كبير اميري ، كمين ګل حېرت ، استاد يار محمد
عليزى ، ماسټر علي حيدر ، سېدا ګل مينا
|
||||||||||||||||||||