|
|
|
|
کونړسړک جلال اباد نه تر اسمار پورې رسېږي، كونړ سرك نومېږي، د قير په انتظار دى خاورې او شګې يې كيميا ده، بيماره انجو لره دوا ده، سرك خو، نه دى لنګه غوا ده په واسطه د انجوګانو لوشل كېږي، كونړ سرك نومېږي، د قير په انتظار دى تېر شو كلونه پرې څلور، چا يې مخ نه كړو ورته تور، حوصله نشته موږ كې نور لكه د بوس غوندې ډالرې پرې بادېږي، كونړ سرك نومېږي، د قير په انتظار دى بيا خلكو وكړو عرض و داد، په منډه راغى خليل زاد، د قير يې كېښوده بنياد د جوړېدو نښې يې هېڅ نه معلومېږې، كونړ سرك نومېږي، د قير په انتظار دى چا يې جوړ نه كړو يو پلچك، په دې كې نشته بېخي شك، موږه د غم وهو چكچك، سرګينك، كلي خوا كې ګاډي چپه كېږي، كونړ سرك نومېږي، د قير په انتظار دى سرك بېخي كنډو كپر دى، بلكې پخوا نه هم بتر دى، هر ډرېور په چغو سر دى په ګاونډي كورونو دوړې راورېږي، كونړ سرك نومېږي، د قير په انتظار دى كله ښكاره شي يو كروزين، په سرك واچوي دوربين، يمه له قهره ورته شين په دوربينو باندې داشى كله جوړېږي، كونړ سرك نومېږي، د قير په انتظار دى ښكاري طبعيت د خلكو خټه، چا ته يې ونه رسېده ګټه، دغه كار پاتې شو چورلټه د دې په سر بنې د خواشينې نه پوهېږي، كونړ سرك نومېږي، د قير په انتظار دى جلال اباد نه تر اسمار پورې رسېږي، كونړ سرك نومېږي، د قير په انتظار دى
|
|
|
|