پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

 

اختر پټ مېړه نده اجل چې راشي وخت نه غواړي
اوبه په ډانګ نه بېلېږي انسان ته خبره خره ته لرګئ
بې زحمته راحت نشته بدبختي يوازې نه راځي
په پچه وخوت کشمير يې وليد پردئ کټ تر نيمو شپو دی
په درندو دروند، په سپکو سپک په تل کې به يې پېدا کړې
په زور کلي نه کېږي. په دوه ګوتو لمر نه پټېږي
په ښايست مه نازېږه په ډېرو قصابانو کې غوا مردارېږي.
پور دې پور منت دې نور په ښايست مه نازېږه
پړ مې که ، مړ مې که پوره ورک دې کړه دوه کوره
ترکاڼي د بيزؤ کار نده تر بيکاري بېګاري ښه ده
تشه لاسه ته مې دښمن يې. تروږمۍ چې ډېره شي، سهار نژدې کېږي
تمه چې پېدا شي، مينه ورکېږي. تللی وخت بيا نه راګرځي
تور لمڅی په صابون نه سپينېږي ته له ما جار زه له تا جار
چرګه چې غټېږي، کونه يې تنګېږي جومات ته نژدې له خدائ نه ليرې
چونګښه او يخمالکه چرګه معلومه نه، چورګوړي اسمان ته وختل
چې پيل ساتي پيلخانې به جوړوي چې په آسانه يې ګټي په آسانه يې بايلي
چې رڼا دې وي له کوره ټول عالم پرې رڼا بوله چې خر نلرې په خره نه ارضې.
په يوه ګل نه پسرلی کېږي چې زوی ونه ژاړي مور ورته شيدې نه ورکوي
چې هر څومره هوښيار يې نادان وپوښته چې نه لري سړي نه کروت خوري نه غوړي
چې څه کرهې هغه به رېبې. چې هوګه يې نه وي خوړلي له خولې نه يې بوی نه ځي
خبر د خپلې خولې په اندازه کوه چې ډير غورېږي هغه لږ ورېږي
په يوه ګل نه پسرلی کېږي په هوا کې ماڼې نه جوړېږي
ښو تلوار په بدو تامل پر پردي لاس مار مه وژنه

 

 

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor.Com Webmaster[at]PashtoDeewa.com