| مين زړګي ته مې سلام دی
چې تمامي عمر په صبر تېرومه |
مينه د مينې پيدا کيږي
په مينه مينه دې کتل مين دې کړمه |
| خدای دې په تنګه کوڅه راکړه چې د سينې روپۍ دې ګډې وډې کړمه
|
جانان په هيڅ نه رضا کيږي
د دروغجن ملا دې ورک شي تعويذونه |
| د ګودر غاړه ورته نيسه د نجلۍ خوی د مرغاوۍ دی رابه شينه
|
جانان مې لاړو اسماني شو اسمان چې ځمکې ته راځي قيامت به وينه |
| په سور سالو کې ګناه نشته ګناه نجلۍ کې ده چې ړنګه بنګه ځينه |
په ګودر سور سالو ښکاره شو ما وېل دا سپينو اوبو اور واخيست مينه |
| په لاره تلې کږه وږه شوې د ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونه |
خدايه د مور يې ورته پام کړې چې په لنډۍ زنه يې ووهي خالونه |
| سترګي خو تا ورکړې خدايه کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه
|
مازديګر لمونځ دې قبول مشه ديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه |
| مازديګر لمونځ دې قبول مشه ديدن دې پرېښود د ايمان کوې سوالونه
|
يار مې په شنو سترګو مين دی زه به دا تورې سترګې چېرته بدلومه |
| سترګي خو تا ورکړې خدايه کنجک باڼه يې په زرګر جوړ کړي دينه
|
په لاره تلې کږه وږه شوې د ډېره خاله دې زېړ ګل وشرماونه |
| يو خو دې غونډه منډه خوله ده بل دې خبرې په کنډه تللي دينه
|
خال يې په غونډه زنه کېده بيا ما ورپرېده چې پرې څه نخرې کومه |
| د ناز کتو دې اثري کړم د کړس خندا دې لېونی د دنيا کړمه |
نجلۍ د بام په سر کږه شوه ورسره کوږ شومهد پانډه ولوېدمه
|
| دا نازولې لور د چا ده چې هر سبا توروي سترګې ږدي خالونه
|
په غټو سترګو دې مين شوم ځکه مې غټې غټې اوښکې په مخ ځينه |
| باڼه دې مړه دي ښکته ګوري لکه چې مور دې نوره کور کې بندوينه
|
پاس د آسمان ستورو ته ګوره په تا مې دومره دي د سپينې خولې پورونه |