پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

 

 

کلیواله نجلی

 

د کلی مینځ کی دپنجو په څوکوتلله نجلی

لکه کوتره می د ورایه ولیدله نجلی

 

د سیخکو کتار یی جوړ وه د اوربله ځینی

په یو نظر یی زړګی ویوړه د ګوګله ځینی

په سرومنګلو یی لاس تیرکړه د کاکله ځینی

په هر قدم کی لکه لښته ماتیدله نجلی

لکه کوتره می د ورایه ولیدله نجلی

 

خپلو همزولو  سره وتی په چکروه نه

ښکلی موسم د پسرلی او مازیګر وه نه

د پلو لاندی پټ کاته یی په هنر وه نه

د نجنو مینځ کی لکه شمعه بلیدله نجلی

لکه کوتره می د ورایه ولیدله نجلی

 

یو یی په غاړه سورکمیس ګل بخمل وه نه

په جګه پوزه د چارګل یی جلوبل وه نه

دا خوشبویی چه په ګډا تری د سنبل وه نه

په افغانی لباس کی ښکلی ښکاریدله نجلی

لکه کوتره می د ورایه ولیدله نجلی

------------------------------------------

سمیع الدین افغانی

۷/۱/۲۰۰۸

 

 

 

 

 

 

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor Webmaster[at]PashtoDeewa.com