پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

 

کلیواله

 

دا کلیواله ده ساده ده جلی

سپینه ملاله خوله ښایسته ده جلی

لکه د ګل ترو تازه ده جلی

 

په شوخو سترګو ی کتل مزه کا

توریی کاکل مزه کا

په جګه پوزه یی  چارګل مزه کا

دناز کتل مزه کا

په خپل ښایست باندی غره ده جلی

سپینه ملاله خوله ښایسته ده جلی

 

زړګی یی ویوړه  د ګوګله ځینی

په تش کتلو ځینی

ځی خوش بویی تری  دسنبله ځینی

چپه کاکله ځینی

ټوله په عطرو کی لمده ده جلی

سپینه ملاله خوله ښایسته ده جلی

 

کلیوالی مود او فیشن لری

څه عجب خوند لری

دا افغانی لباس په تن لری

ګلابی رنګ لری

زړګی یی وړی په پلمه ده جلی

سپینه ملاله خوله ښایسته ده جلی

---------------------------------------------------

سمیع الدین افغانی

۱۴/۲ /۲۰۰۸

 

 

 

 

 

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor Webmaster[at]PashtoDeewa.com