|
|
خمار ساقی تا ثیر دی په پیالو کی نشته ځکه چه خوند یی په نیشو کی نشته
یا د خوږو ترخو توپیر دی لږ دی یا چیری رنګ دی په تر خو کی نشته
چه د محفل یاران خمار پاته دی ښایی تادی دی په پیالو کی نشته
هسی می بوزه د مستیو لور ته چه د جنت په کنارو کی نشته
چه د غمونو می بی غمه کاندی داسی حالت چه لیونو کی نشته
دا چه میخوره لیونی می بولی اوس دا مقام په ارزیدو کی نشته
چه می حالت د لیونتوب معلوم کړی ساقی دا راز دی په فکرو کی نشته
خمار خمار دی افغانی د کلو نور یی طاقت په صبریدو کی نشته -------------------------------------- سمیع الدین افغانی
|
||||||||||||||||||||