|
ليمو نه چې بهر شولې نظره
چيرته ځې؟
له غرونو چې پناه شوې ښکليه لمره چيرته ځې؟
 
وم مې باز محمد او تخلص مې عابد دى په ١٣٤٦
لمريز کال د ننګرهار ولايت د ثمرخېلو په کلي کې د شهزاده په کور کې
وزيږېدم. تر يولسم ټولګې پورې مې د ثمرخېلو په ليسه کې زده کړې وکړې
خوانقلابي شرايطو او د وخت ناخوالو زده کړو ته پرېنښودم او په ١٣٦٣ لمريز
کال له خپلې کورنۍ سره پېښور ته په کډه شوم، چې تر اوسه مې کورنۍ هملته
اوسيږي. په پېښور کې هم غريبۍ دومره وخت رانه کړچې لوړې زده کړې وکړم. خپله
تنده مې د جهادي ادب په ورځپاڼو او مجلو خړوبوله او بلا خره د استاد شاعر
محمد صديق پسرلي سپيدې مجله په دې وتوانيده چې په ما کې د شاعرۍ او ليکوالۍ
تومنه پېدا کړي. په ١٩٩٢ ع کال مې په شعر ويلو پيل وکړ او په ١٩٩٨ ع کال کې
مې په داستان ليکلو پيل وکړ. په ١٩٩٤ ع کال کې د کاروان، نورالحبيب نثار او
مصطفى سالک په ګډون په دې وتوانيدو چې افغان ادبي بهير جوړ کړو. يوه کال مې
د افغان ادبي بهير ګذارشونه وليکل او درې کاله مې مسلسل د بهير د سټيج چارې
سرته رسولي دي. او تر هغې چې په پېښور کې وم د بهير د انسجام او مالي چارې
مې پرمخ بولې. په ٢٠٠٠ع کال کې مې د عرفان کلتوري مرکز څخه د خپريدونکى
پښتو او فارسي درې مياشتنی سپيدې مجلې د معاون په حيث دوه کاله کار کړى دى
او د ٢٠٠٢ کال د مارچ په مياشت کې مې له بي بي سي راديو سره د نشراتو په
برخه کې په کار پيل کړى چې لا تر اوسه دوام لري. تر اوسه مې دوه د شعرونو
مجموعې چاپ شوي دي چې لومړۍ يې (( دنکريزو پاڼه )) نومېږي چې ناهيد کتاب
خپرولو موسسې خپره کړې ده او بله ټولګه د(( لو دى د لونګ نومېږي چې د هيلې
دوه مياشتنۍ مجلې ادارې چاپ کړې ده. يو ټولګه دلنډو کيسو مې د نامريي ځواک
په نوم په ٢٠٠٤ ع کال کې چاپ کړه چې د خپيريدو وياړ يې په لندن کې ميشت
فرهنګپال لري او هم مې د افغان ادبي بهير دګذارشونه چاپ ته تيار کړي دي.
|