|
زه
افغان یم خپل وطن راباندی ګران دی
اتحاد او ورور ولی ځما ارمان دی
چه یی مینه دوطن یی ده په زړه کی
افغانی داهموطن را باندی ګران دی
سمیع الدین افغانی د
ارواښاد مولوی محمدسعید( سعید
افغانی ) ځوی د مرحوم مولوی
عبدالمجید لمسی په کال ۱۳۳۳ ه ش کی
دلغمان ولایت د عمرزیو د قریی
دخیراباد په کلی کی زیږیدلی دی۰لمړنی
زده کړی یی دلغمان ولایت
دحیدرخانیوپه دهاتی ښوونځی ،
دمهترلمک ابتدایه ښوونځی او د روښان
په لیسه کی سرته رسولی دی او په کال
۱۳۵۹ کی د لوړو او مسلکی زده کړو
د لاسته راوستلو په مقصد بهرته
واستول شواو په کال۱۳۶۴کی د کورنیوچارو په
وزارت کی ډګروالی تر رتبی رسیدلی
دی ۰ سمیع الدین افغانی شاعر دی چه
یوه شعری مجموعه یی ( د وطن یادونه
) تر سر لیک د چا په راوتلی ده
ډیر برخه لیکنی او شعرونه یی د وطن
په مجلو او جرایدو کی خپاره شویدی او
همدارنګه ډیر شعرونه یی د وطن د
وتلو شاعرانو او لیکوالانو په علمی
سیمینارونو او مشاعرو کی دکلمه شوی
او یو تعداد نور یی د و طن د خوږ ژ
بی شاعرانو په خوږو اوازونو کی کمپوز
شویدی لکه بنجاره ماما ، پل دی پختور
شه ، همت ، افغان یم ، دا
افغانستان دی او ډیر نور چه زموږ د
هیواد والو د توجه وړ ګرځیدلی دی.
|