پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

بدل بدل

وختونه دي تيريږي زمانې بدل بدل

د نوي وخت الهام کې دا شيبی بدل بدل

وايظ نه لاره ورکه د انصاف تله ميزان کې

د عصر تقاضا ده افسانې بدل بدل

فالي ته لاس اوږده کړه چې تقدير درته بيان کړي

قسمت که بدلوي د ژوند کيسي بدل بدل

توکل په الله کړی شمع ګرځوي محفل کې

که خداې يي مرادورکړي شي لحظی بدل بدل

نن بيا يي په نيم ژبه د قسمت نه په ګيله وه

د وخت نه په ګيله ده او ګيلۍ بدل بدل

ښکاره شو په بڼو اوښکې جرګۍ بدل بدل

الله دی ور سره شي د مور مړو مسافرو

حفيظ ته بدل ښکاري دا شيبۍ بدل بدل

سپټمبر23,2007البرت

 

 

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor.Com Webmaster[at]PashtoDeewa.com