بادونه
بې كوره شنو بادونو چېرته بلې خواته لاړشئ زموږ له زخمي غرونو چېرته بلې خواته لاړ شئ
بس ستړي يو ډېر ستړي، نوره مينه غواړو مينه پرديو ارمانونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ
اورونو موږ په لپه كې اوبه وركړې چې شنه شي زموږه له باغونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ
مات شوي گلدانونه اوس گلان كرو نغري كې سپرليو او گلونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ
لاسونه د سپېدو مو گرېوانو ته در لنډېږي بدبختو تورتمونو چېرته بلې خوا ته لاړ شئ