پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

 

په ما شوی تاو د غم لښکری ته چېرته لاړې

د مېنې ېار شو رانه لېری ته چېرته لاړې

اوس توری شپی شوی تېرومه ېې تنها صنمه

بېا به راځی کله سحری ته چېرته لاړې

زړه به په قرار شې چه بېا وګورم

دا ښکلې سترګې جادوګرې ته چېرته لاړې

ېاد دی ېم خداې خبر که هېر دی کړم

اې په زړه سختې زوره وری ته چېرته لاړې 

کله به پرواز زما په لوری کړې

واېه زما دزړه کوتری ته چېرته لاړې

بېا دی د هجران تېارو ته پر ېښودم

خوری دمېنې کړه وزری ته چېرته لاړې

ځان سره ژړا کړم چه را ېاد ی کړم

دا ستا وړی ، وړی خبری ته چېرته لاړې

تل ېمه روژه ماته به ېې نه کړمه

ما هېرې کړی دې اخترې ته چېرته لاړې

زار دی د نازک طبېت او خېا له شم

په نه خبره مروری ته چېرته لاړې

بې له تا زه ژوند په دنېا کړې نه شم

څومره که ېې د اور بڅرې ته چېرته لاړې

سپېن مخ پلوشې د راښکار ه کړه بېا

ېادوم سرې شونډې شکرې ته چېرته لاړې

زړه مې ډاک دغم او هجرانه دې

ځکه لېکم د غم سندرې ته چېرته لاړې

مړبه مې بېلتون کړې که ته را نغلې 

ای د « اجمل » خوږې دلبرې ته چېرته لاړې

 

« اجمل ننګ » ها لنډ امستردام 

 

بیرته شاته

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor Webmaster[at]PashtoDeewa.com