|
|
غزل تا چې ګل کېښود په اوربل باندې بېا دی اور بل کړو په محفل باندې عشقان خداېه خپل پناه کې ساته شروع ېې وکړه په ېرغل بندې رنځور زړګې مې شو شېدا درپسې لکه بورا شېدا په ګل باند ې خوږه اشنا واېه دا ځه دی وکړل زړه رانه ېووړ په چل و ول باندې دا بې خوبی به مې ېودم ورکه شې چه دی سر کېږدم په څنګل باندې راقېبان واړه زموږ لاری ځارې لکه غلېم نا ست په مورچل باندې نشته طا قت ستا دنظر د غشې ته چه وېشتل کړې په ګوګل باندې دځانکندن شېبې راورسېدې ساه به ورکوم ستا په درشل باندې سترګې دی بې وخته قتلونه کوې باور مې ورک شو په اجل باندې خوشحالې ټوله شوله ستا په نصېب غمونه بار شول په « اجمل » باندې « اجمل ننګ » ها لنډ امستردام
|
||||||||||||||||||||