|
|
ګیله نشته د خوښی خبری دلته کی پاتی د وروری خبری دلته کی هر سړی په خپلو خولو لوند وینم دی د بی کسی خبری دلته کی څوک چه ښه روزګار یا ښه دولت لری کاندی د مستی خبری دلته کی بله دنیا بل غوندی قانون دی دا چلی د رندی خبری دلته کی هیڅوک دلته هیچا سره مل ندی دی د مایوسی خبری دلته کی خپل درته پردی پردی کتل کوی کم دی د خپلوی خبری دلته کی هغه چه اخلاص او صمیمیت به وه تللی پخوانی خبری دلته کی درومه افغانی په خپله لیار پسی نشته وطنی خبری دلته کی ------------------------------------------ سمیع الدین افغانی
|
||||||||||||||||||||