|
د محمد يوسف خدمتګار مزدورزوی لنډه پيژندنه
د پيدا کيدلو ځای : دکنړو نو ښکلی ولايت د
نرنګ د سمی لمټک کلی . د پيدا کيدلو نيټه : د ١٣٣٤ کال د
مرغومی ١١ نيټه د ١٩٥٥ م کال د جنورۍ لومړۍ نيټه . ټولنيز وضع
: په يوه بي وزلی کورنۍ کې زيږيدلی دی . د پلار نوم يي محمد
سيفور زوی او د پلار طرفه د مزدور خان دمور له طرفه دکيجانخان
چی دواړه ورونه اؤ دمحمد افضل خان زامن اومحمد اکرام خان د زوی
عمر خان لمسی ؤلمسی دی . مورنۍ ژبه پښتو . زده کړې : لومړنه اؤ
دوهی زده کړی ئي د کنړونه د نرنګ په ليسه کی پای ته رسولی اؤ د
لوړی زده کړی لپاره د افغانستان جمهوريت د پوليسو اکاډمی ته
شامل اؤ د همدغه اکاډمی ليسانسه . اؤ په ١٣٥٨ اؤ ١٣٥٩ کلونو کی
ئي د افغانستان د خلکو د موکراتيک د اجتماعی اؤ سياسی علومو
انستيتوت په بری سره پای ته رسولی دی . په ١٣٦٢ اؤ ١٣٦٣ کلونو
کی ئي د افغانستان د موکراتيک جمهوريت د څارندوی اکاډمی د
کميسارانو مسلکی پوهنځی د دوهم ځل لپاره د علمی اؤ مسلکی پوهی
د لوړولو په غرض لوستلی دی . کورسونه : په ١٣٥٦ کال کی د ملګرو
ملتونو د سازمان UNDCP له خوا په کابل کی د مخدوره موادو د کشف
اؤ کنترول ميتوديکی مسلکی کورس اؤ هم د ماسکو په ښار کی د
جنائي جرمونو د کشف اؤ عامه امن اؤ نظم د ټينګښت عالی کورس په
برياليتوب سره لوستلی اؤ د ملګرو ملتونو له جوړو شوو دريو بيلو
بيلو ورکشابونو اؤ علمی سيمارونو کی ئي ګډون کړی دی . چاپ شوي
اثار : د نوموړی ډير شعرونه ادبی ټوټی علمی اؤ ټولنيزی مقالی د
ننګرهار په ورځپانه د څارندوی په مجله اؤ د هېواد په نورو
ورځپانو کی چاپ خود وخت د سياستونو سره د نه ورتوالی له کبله
په ځانګړی ډول ندی چاپ شوی . دا دی دنومړی ځل لپاره ( هيلی
هاندونه اؤ ارمانونه ) چی د نوموړی د ژوند قيصه د حال په ژبه
بيانوی ګرانو لوستونکو ته ته وړاندی اؤ په نيږدی راتلونکی کی
زما قيصه په عنوان لنډی قيصی چاب اؤ ګرانو وطنوالو ته وړاندی
شی . دولتی دندی : دهلمند ولايت دامنی قوماندانی د مخدور موادو
د کنترول د شغبی غړی مرستيال اؤ مدير - د نيمروز ولايت د
څارندوی قوماندان - د ننګرهار ولايت د څارندوی د سياسی چاروامر
- د افغانستان دموکراتيک جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د کشف
رئيس - د افغانستان جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د مخدوره مواد
اؤ قاچاقو دکنترول رئيس
٠ |