پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

قسمت

سل ځله دی مړه کړمه سل ځله ژوندې شومه

وه قسمته تاته وايم بيا ولې پردي شومه؟

ته دخداې په شان پاچا زړه کې واکداري کوئ

ژوند راکوئ ژونداخلی ځکه ليونې شومه

نشته نور مې زړه کې زور واک دقدم نه لرم

راکه دعيسی په شان روح راله ځندې شومه

خپل ازل په کړو باندې پل ږدمه قدم اخلم

غم ټولوم غم خورمه بيا د غم ځولې شومه

يو خوا دا مذهب پلمه بل خوا دا قسمت ګيله

دغه شيبو وسومه لا سوزم لوګې شومه

زه يوه معصوم ماشوم تا په ورانو سر کړمه

ستا په زور واکيو کې عقل نه پردې شومه

زه د زرو لښته يم اور نه پروا نه کوم

ستاپه سره اورونوکې زر يم پرونې شومه

ساز ومه سرود ومه مسته اباسين په شان

ستاغموراخيستې يم ځکه اوس سلګۍشومه

اې قسمته تا سره ډيره حسابي لرم

تابه ليونی کړمه نوم د ښاپيرۍ لرم

 

 

 

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor.Com Webmaster[at]PashtoDeewa.com