پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

                                                                                                                                                  محــــــــــــــــــــــــراب

 

په ټولو غمو زور شوم خودگران غموخــــــراب كړم****كباب ئې كړې خاونـــــده هغه چا چې زه كــباب كړم

داڅوك ؤداله كومه رانازل شوله كــــــــوم ځايــــــه؟****دخيال خوږوټالو كې ئې ويــده دعشق په خواب كړم

يو څو ورځې ئې خيال كې په مشــــــكينو زنگــــولـم****دخيال پړي ئې پرې كړل سمندركې ئې غرق اب كړم

همـدې ته وائې ميــــــــــنه چې پالي سره خيالو كــې****په پاك زړه كې ديار سپېــــــڅلې مينې بيا شباب كړم

ماډېــروزورورو سره غـــېږي دي ايستـــــــــــــــلې ****داټول مې څملـــــــــــولي خوديارغـېږي بې تاب كړم

داځكه درته ژاړم چې مې بيا ته دل اســـــا كـــــــړې!****په دې چــل به له خــدايه درپه برخه ډېر سواب كړم

بـاورلــــــرم چې ته به ســــرداري دجنتـــوكــــــــړې****ډاډه ورځه شــېرينې خير كه مينې دحبــــــــــاب كړم

رقيب دهم سرخلاص كړي دومره زه كمـزورى نه يم****كه ورځ دحساب راغله بيا په لاس به ورحساب كړم

منم چې زه بسمــــل شوم خوانعـام مې هم نصيب شو****دمينې په مسجـــــد كې ئې ملا ستا دمحــــــراب كړم

 

 

 

 

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor Webmaster[at]PashtoDeewa.com