پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

                                                                                                               

 

                                                   ســـره وينو به محشـركـې                                

ستا دمشكوكاروان تېرشـوزه ويده وم په بســـتر كې**نورمې پرېږده نازنينې چې مردكې خـورم جــگركــې

زه په خپلـه ملامـــــت يم ميكـــــــدې ته شــــوم دننه**څه خـبروم چې چا زهــــــراچــولــې پـــه ساغــركـې

ماخوزړه لكه بلــــبل غوندې ساتلـى ؤقفـــــــــس كې**يوناڅاپه له ما والــــــوت دخيالونوپـــه سفــــــــركـې

په نيمى لاركې ياغي بلـــــبل چا داسې رانســـكوركـړ**لكه گل دگل گلاب چې څوك راوشـــــكوي ســــهركـې

خــدايه ته لــږورحمـــېږه داټپي بلـــبل راسـتون كـړه**په سپېره دښته كې غورځي زورئې نشته په وزركـې

زما كوكې بې څه نه وې هغــــه بلـه ورځ شـــيرينې**نن قاســـــدســـــــكروټې راوړې په دابــدبـدترخبركــې

سره لمبه شومه ايره شوم ربـــــه چا ته فريادوكـړم**بد قسمت لكه پتنگ غوندې كســكركـړم په مجمــركـې

څه مې غوښـــتل څه راوشــول ربه څوبه لاسوځېږم**داسي ښه شوم چې لامبــو مې زده كوله ســمندركــې

حمــــاســې لاډېرې پاته تك تنـــــــــها به ئې گټـــــمه**كه ديدن ته دې زړه وشو بيا مې وگوره لښــــكر كــې

دبســـــمل اندېښنه مكوه له سرو ســــترگو دجارشـم**اوس مې زړه له دنيا تور دى سره وينــوبه محشركې

 

 

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor Webmaster[at]PashtoDeewa.com