|
محمد
نور يم غازي أباد کې لرم
مکان
شعر مــــــــې خپور شو
په قوم د افغان

محمد نور د محمد مير زوي
او د طا لب لمسی دي. چه
په١٢٤٣ ش کال د اوزبين په
سيمه کې زيږېدلي ، او په
وړکو ټوالی کي د لغمان د
اليشنگ اولسوالي د غازي
أباد سيمې ته راغلې او تر
يوه وخته پورې هلته
اوسيده محمد نور ويلي دي
چي مونږ ښا يسته زيات عمر
د مخه له غازي أباد ګډه
کړي وه او د لغمان مرکز
سلطان غازي بابا په بانډه
کي ژوند کاوه او د ژوند
تر پايه همدلته وه. محمد
نور ليک او لوست نه شو
کولاي او بېسواده شاعر ؤ
سربېره پرخپلي مورني ژبي
(پښتو) په پشه يې او دري
هم پوهېده او له پښتو سره
د دغو د د نورو ژبو
شعرونه هم لري
|