پــښتو ډیــــوه زړه خبـری کوي مشاعره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـومړۍ مخ

 


قدرمنه شاعره خور مريم اکمل ناصري د لغمان ولايت د قرغيو د همزنګ د کلي اوسيدونکې ، د ښاغلي عبدالستار خان ( ناصري ) لور ده چې په ١٣۵٩ لمريز کال يې د نوموړي په دينداره او فرهنګ دوسته کورنۍ کې د کابل په رحمان مېنه کې نړۍ ته سترګې غړولي .
مريم تر نهم ټولکي پورې زده کړې کړې او د وخت او حالاتو توپان يې د هيلو بيړۍ د زده کړو د بشپړاوي ساحل ته نه ده پريښې ، څو کاله کيږي چې مريم د شعر پرښتې د احساس او عاطفې تړون له عرشه په الهام اخيستې سره د سوز او ګداز په ژبه خبرې پيل کړي او د شعر د رنګينې قافلې ملګرې شوې ده .
د مريم بخت ستوری له ښاغلي ډاکتر عبدالهادي اکمل سره ځليدلی او اوس د هغه ميرمن ده .
د غه داغلې مريم اکمل ناصري لومړۍ شعري ټولګه ده ، چې محتوا يې پر ښکلو غزلو او شعرونو پسولې ده . زه دغه ټولګه د شعر او ادب په ښځينه ډګر کې شهکار ګڼم ، شاعرې ته مبارکې وايم .
احساس يې ژوندی . قلم يې نوښتګر او د عزت سالو يې پر سر اوسه .
امرالله اميد
د ننګرهار ورځپاڼې مدير

 
Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor.Com