پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

پاکی هیلی

هغه څه چه می په زړه کی هوسیږی

زما هیلی دی منزل ته به رسیږی

دغه هیلی ډیری پاکی او سوچه دی

چه ملګری می د ژوند او همیشه دی

دا ژوندون د امیدونو لوی جهان دی

ځکه تل په هلو ځلو کی انسان دی

د مادی دنیا متا پسی به ګرزی

خو اخر به د نیستی په طرف پرځی

چا چه بل انسان ته کړی دی خدمت

دا حتمی ده چه بیا مومی به عزت

ځینی شته داسی کسان چه مضری کا

چه تاوان درته رسیږی خوسخالی کا

دوی په خپله په تلاش کی د ضرر دی

خدای وهلی ځان نه کله با خبر دی

څوک چه چاته کوهی کنی هغه خپله

په کوهی کی به یی ځای وی تل ترتله

چه د بخل او کینی نه نه مړیږی

ناروا دی هیڅ منزل ته نه رسیږی

تکبر دا دجاهلو خلکو کار دی

په دنیا باندی تل کله اعتبار دی

پاکی هیلی د انسان او انسانیت

درته ښایی که دی ګران وی خپل عزت

د اخلاص لاره مدام د پیروزی ده

د انصاف تله قانون د پادشاهی ده

افغانی دا صداقت لوی عبادت دی

خپل قسمت چه در رسیږی قناعت دی

-----------------------------------------

سمیع الدین افغانی

 

 

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor Webmaster[at]PashtoDeewa.com