پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

                                                                          

                  دپښتوډېوه گۍ                                 

كه مجنــــون ليــــــلا ليدله په كوڅو كې****خوزه تــــاوينم په خيال اوپه خــوبــوكې

دخيالونو بادشـاهي زما نصــــــيب شوه****سلــطــــــنت كـــــوم په ښكلو سـردروكې

په گل بوټودلته ســـــتاانـــــوار ورېـږي****هم صفاده هـــــم وفــــا ده زمــوږزړوكې

په دې بڼ كې يوتـورمخى مـا ونـه ليـــد****شاه زلمـــو گــــــلان ټومبلي په شملوكې

ښايسته ملالــــــــي پېغلې په نڅـــا دي ****حماســـــي سنـــــــــدري بولـې اتڼـــــوكې

داجنت نه دى نوڅه دى چې كې اوســو****گــــرزو دواړه پــه دېـــــرودپښــــــتنوكې

دلته واړه په پښـــــــــــــتوسره غږېږي****چاوېـيل چې به پښــــــــتو وي دوزخوكې

شكرخـــدايه چې پښــــتون ديــم زوولى****خيركه ټـــول عمرمې تېــرشوپه دردوكې

دپښــتو ډېوه گۍ څومره ښه ښكارېږي****زه پتنــگ بســــمل ټالونه خورم شغلوكې

 

 

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor Webmaster[at]PashtoDeewa.com