|
|
پسرليه پسر ليه ته خو راغلی د اشنا دښکلو سترګونه رنګونه دې راوړي له ډير عمر می څارلې ستا راتګ لپاره لار وه وايه څه شي د راوړي؟ غزلونه ،سرودونه؟ دمين زړګي حالونه؟ ګوره څومره بختور يي ته هرلوری پوری تلی شي په هر کور میلمه کيدای شي تاته هيڅ پابندي نه شته په هر زړه کی ځائيداې شې ته ما پېژنې چې څوک يم يوه تته ډيوه ګۍ يم د جانان د ار مانونو یوه تشه شان ځولۍ یم ها چې ما وويل تاته مسافر جانان مې راوړه ما څارلی ورته لارده له ډير عمره انتظار يم توری شپې مې سهار کړي ډيرې سختې مې ليدلې ما ويل دا ځلې به راشی مرور به را پخلا شي ما څارلې ورته لاره هم غرونو هم له ښاره ستړی ، ستړی اتظاره ! ته خو تش لاسونه راغلې . نو پسرليه ته خو راغلې مسافر جانان مې نه شته دومره وايه هغه څه شو چې په کومه لاره تللی مودې وشوې چې وتلې سمه غر مې لټولې ورته وايه راشه! راشه! زه هم ډېر یم کړیدلی دا ستا لارې مې څارلي وینې وینې مې ژړلي نور مې تاب د بیلتون نه شته انتظار سترګې خوړلي خو ته رانغلې بيلتون راغی په ژړا يي سترګی سرې دي د کور وره کې مې ولاړ دی راته غلي غلي وایي ما راوړی يو پيغام دی ها چه ته پرې نازيدلې ها چه ستا ښکلی جانان وو چې د چا لار دې څارلې پسې وینې دې ژړلې اوس نو
لاړو نيمه خوا شو کالګری کاناډا
|
||||||||||||||||||||