پــښتو ډیــــوه زړه خبـری کوي مشاعره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـومړۍ مخ

که صورت د محمد نه وی پيدا
پيدا کړې به خدای نه وی دا دنيا

رحمن بابا په ( ١٠٤٢ ) هجري کي په يوه غريبه کورنۍ کي زېږېدلئ دئ، په قوم مهمند او د پلار نوم يې عبدالستار دئ. دی په ( بهادر کلي ) کي اوسېدئ. عبدالرحمن په خپله زمانه کي يو صوفي مشربه سړی وو. ډېر شعرونه يې ويلي دي
د رحمان بابا شعرونه د خلکو ډېر خوښ دي، خلک دده په شعرو باندي پالونه اچوي. رحمان بابا په ( ١١١٨ ) هجري کي مړ سوئ دئ.
رحمان بابا د دنيا کارونه نه کول. دی به تر يوې وني لاندي ناست وو او شعرونه به يې ويل چي د هغه کلي خلک تر اوسه پوري هغې وني ته د قدر په سترګه ګوري.
د رحمان بابا شعرونه ډېر ساده او اسانه دي. اخلاقي، ديني، اجتماعي او تصوفي شعرونه يې ويلي دي. دده د شعرو کتاب د ټولو پښتنو خوښ دئ او په لوړه سترګه ورته ګوري

 
Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor.Com