پـــــښــــتو ډیــــوه زړه خــبـری کـــوي مــــشــاعـــــــره افغانې موسیقي ویویدئ سندرې  لـــــــــــومــــــــــړۍ مــــــــخ

 

نه پوهېږم خداېه دا څنګه بشر دی

ورور د وروره پلار د زویه مرور دی

ښه او بد خپل اوپردی تمېز دی نشته

نن شېطان چه په تا کړی خپل منتر دی

بد نظر دی اثر نه کا په نېکانو

هسې خپل ځان دی سپک کړی پخپل سردی

تا چی نن بېل کړی ورور ځنې خپل ورور دی

بس زده كړی د شېطان هر ېو هنر د ی

واقف څه ېی ته د هر زړه د احواله

ېو الله دی چی په هر څه با خبر دی

تا چی خوښه غمازی او دوه رنګې کړه

عا قبت دې ما لېدلې در په در دی

مشران چه خپله ګټه کړې قام پرېږدې

در په در بېا د هغه قام او ټبر دی

نه دی قدر نه وقار نه دی حېثېت شې

ځکه ستا نه د مشری تللې جوهر دی

بس دې ،بس دی توبه وکړه مخ په خدای شه

راراوان وخت دحساب او د محشر دی  

ولې خوښ په ځان ځانې او بېلتا نه یې

اتفاق کی دی لېدلی څه ضرر دی

خدای راکړې ښه کورونه ،نعمتونه

خو بس نشته اتفاق وران می ځېګر دی

ټول په اصل کی اولاد د ېو آدم ېو

تا لېدلې ځان کی داسې کوم ګوهر دی

ای ېارانو نور څه پاتې په د نېا  دې

بس احوال دنېک او بد او خېرو شر دی

مسلمان خو ګوندې نه کړې فساد نه کړې

مسلم نه دی هغه کس چه فتنه ګر دی

ټول را ټول کړه جوړ دمېنی کړه جونګړه

هغه دم که توره شپه وې لوې اختر دی

ته په سوچ یې چه دا چون او دا چنان شې

ټول هغه شې چه د خداېه مقرر دی

خوله اوزړه باندی ېو شان شه ښه عمل کړه

شه صادق چه داسنت د پېغمبر دی

رڼا شوې د (کامله ) زړه او ضمېر دی

چه پری پروت تل د قرېش دقوم اثر دی

 

( کامله  طاهر )  ها لند  ‎‎‎

 

بیرته شاته

Copyright © PashtoDeewa.com 2007 Design by: Samsoor Webmaster[at]PashtoDeewa.com