|
|
زيارت په دوه لاسي سلام کوم دزيارت داشنا ياد تازه کوم په زيارت دسر پوړنې به جنډه وروړمه کوم مرور پخلا کوم په زبارت بيا مرادونه مې دزړه يادوم بيا به يو يو ګلونه ږدم په زيارت سترګې باڼه به په جرګه ورليږم خپلو ليمو ته يي را ولم په زيارت چه دمجنون په شانی شي ليونۍ داسې دوعاګانې ورته کړم په زيارت چه ليونيان په ځنځيرونو تړي مياعلي صاحب ته به لاس ږدم په زيارت بيا دمياجي بابا سلام ته به ځم ډيوی دمينې بلوم په زيارت بيا دګردې غوث ملنګانو ته ځم دمين زيړ رنګ يادوم په زيارت چه دطورخم ځنځير نه واوختلم د پير بابا سلام کوم په زيارت دليونۍ زړګي درمان غواړمه د ننګرهار پلورې ځم په زيارت چه ارمانو ته مې جنډه ودروم بيا دور بابا ته به ورځم په کی يادونه د جانان غواړمه اميل داوښکو تويوم په زيارت د ډولکی بابا مزار ته ځمه لاس د بنګړو نه ډکوم په زيارت بيا به ورځمه د سرخ رود په لاره دخپل نيکه سلام کوم په زيارت دچنکنوري اخون زاده په مزار ډيری دوعاګانی به کوم په زيارت دځوانيمرګ (زبير )په په قبر باندې په چغوچغو به ژاړم په زيارت بيا د ورستې ديدن ارمان کومه په کی دوعاګانې دجانان کومه څه کوې غربي ماڼې کې؟ دسولې غږ په هر افغان کومه(حفيظ
|
||||||||||||||||||||