|
|
زړونه، ارمانونه دلته زموږ په ارمانونو باندې څه ونه شول ته څه خبر يې زموږ زړونو باندې څه ونه شول په دې وطن كې په ستم پسې ستم روان دى ددغو خلكو په سرونو باندې څه ونه شول دلته څه خلك دي جنت د ژوند په بيه پلوري په دې دنيا كې جنتونو باندې څه ونه شول ستوري به څنگه تر سحره پورې ورسېږي زموږه لويې لويې دښتې خود له تندې نه مري زموږ څپو څپو سيندونو باندې څه ونه شول وحشت يې لا په پرهرونو باندې لوبې كوي ددې ولس په غيرتونو باندې څه ونه شول
|
||||||||||||||||||||